1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي د پوليس پر کور يرغل

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د پاریس په څنډه کې پولیسو هغه سړی وژلی دی چې یو پولیس او د هغه ښځه یې ووژل. ویل کیږي چې عامل په ظاهري توگه له داعش سره اړیکي درلودې. د فرانسې د ترهگرۍ ضد څانگې پلټنې پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1J691
Frankreich Polizist bei Paris ermordet
انځور: Reuters/Reuters TV

د رپوټونو له مخې دغه کس نیمه شپه پاریس ته څیرمه پرته سیمه کې لومړی یو ۴۲ کلن پولیس د خپل کور مخې ته په چړې وواهه او تر هغه وروسته یې د پولیس میرمن او زوی برمته کړل او په اپارتمان کې پټ شو. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پولیسو ځانگړو قطعاتو پر کور باندي هجوم وروړ او برمته نیونکی یې وواژه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د وژل شوي پولیس میرمن چې د کورنیو چارو وزارت ماموره وه مړه موندل شوې ده. زیاته شوې ده چې د وژل شوي ښځې او خاوند درې کلن زوی چې سخت شوک یې لیدلی روغ رمټ ژغورل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې له عامل سره خبرو اترو هیڅ کومه نتیجه ور نه کړه نو له دې کبله پر کور باندي د هجوم وروړلو امر وشو.

له داعش سره احتمالي اړیکي

د پاریس څارنوالۍ د ترهگرۍ ضد څانگې په دې تړاو لا تیره شپه پلټني پېل کړې، کله چې برمته نیونکي د خبرو پر مهال له داعش سره خپل تړاو څرگند کړ. د پاریس څارنوال ویلي دي چې دوی د دغه عمل د انگېزې په هکله پلټني پیل کړي دي.

داعش د برمته نیوني دغه پيښه د خپل جنگیالي د یوه عمل په توگه یاده کړې ده. په امریکا متحدو ایالاتو کې د «سایت- گروپ» چې اسلامپالې سخت دریځې انټرنیټ پاڼې ارزوي، له داعش سره تړاو درلودونکی د ایماق، په نوم خبري آژانس له قوله لیکلي دي: «د داعش جنگیالي پاریس ته څیرمه د موروه د پولیسو د حوزې مشر او د هغه میرمن په چړو وژلي دي.»

د روژې په میاشت کې د بریدونو گواښ

داعش د روژې په میاشت کې پر خپلو پلویانو باندې ږغ کړی چي په اروپا او امریکا کې بریدونه وکړي. د بریدونو د گواښ له کبله فرانسې ترمخه لا لگول شوی اضطراري حالت د دوو میاشتو له پاره غځولی دی.

اووه میاشتي تر مخه په پاریس کې همغږي شوو بریدونو په یوه کافې او د کنسرت په سالون کې تر سلو زیات انسانان ووژل. اصلي هدف د فرانسې او آلمان تر منځ د فوټبال پر لوبې برید وو. خو تندلاري لوبغالې ته په ورننوتلو و نه توانیدل او چادیدونکي توکو ته د باندې انفجار ورکړی وو.

د فرانسې استخباراتي ادارې ترمخه لا خبرداری ورکړی دی چې داعش د فوټبال د اروپا جام لوبو پر مهال پر خلکو د بریدونو له پاره چمتووالی نیسي. دغه سیالۍ چې د جون مياشتي پر لسمه پیل شوي دي د جولای تر لسمي نېټې پوري دوام کوي. په ۵۱ سیالیو کې چې په لسو لوبغالو کې تر سره کیږي، تر ۲،۵ میلیونو زیاتو انسانانو د ورتگ اټکل کیږي.