1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کي د وسلو لوی گدام کشف سوی دی

۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

یوه فرانسوي د پاریس په شاوخوا کي په خپل کورکي ډیري وسلې ذخیره کړي وې. د چاراکو په حواله د پنځو کلاشینکوفونو او ډیرو چاودونکو موادو سره یې د یوه لوی ترهگري برید مخنیوی کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IMca
Frankreich Festnahmen Terrorverdächtige in Argenteuil
انځور: Getty Images/AFP/G.v.d. Hasselt

له ترهگرۍ سره د مبارزې څارنوال فرانسوا مولین ویلي دي: «ټوله شواهد دا بیانوي چي ددغو وسلو په کشفیدلو سره د یوې ترهگري شبکې د سخت تشددي عمل مخنیوی سوی دی. دغه شبکه په خپلو دغو وسلو سره یوه ترهگري عمل ته تیاره وه.»

نوموړي څارنوال اضافه کړې ده چي تر اوسه پوري لا ددغسي یوه اقدام مشخص هدف معلوم سوی نه دی. د ده په خبره د پاریس په «ارژانتي» ناحیه کي ددغه شکمن په کور کي دومره وسلې پیدا سوي دي چي پخوا یې هیڅ وخت ساری نه لاره.

ویل کیږي چي له دغه اپارتمان څخه پنځه کلاشینکوفه، یو کوچنی ماشیندار، اوه تفنچې، ۱،۳ کیلوگرامه چاودیدونکي مواد، ۱۰۵گرامه پروکسید اسیتون او همدارنگه د اسیډو ډکي دوې غټي پلاسټیکي قوطۍ پیدا سوي دي.

سربیره پر هغه پنځه غلا سوي پاسپورټونه، اوه تلیفونونه چي پکښي نوي ماډل موبایل تلیفونه هم شامل دي او نور داسي مواد چي د بم د انفجار له پاره کارول کيږي، کشف سوي دي. دوه کمپیوټرونه هم چي پکښي د جهاد کولو اسناد او د بم جوړولو لارښوني پکښي شاملي وې، هم د امنیتي چارواکو لاسونو ته لویدلي دي.

قضايي پروسه پیل سوه

په همدې حال کي د پاریس د بولوني بیانکور په ناحیه کي یوه اوونۍ مخکي نیول سوي رضأ ک. پر ضد محاکمه پیل سوې ده چي د ترهگرو فعالیتونو او یوه تروریستي اتحاد کي د گډون په تور نیول سوی وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازیو ددغه ۳۴ کلن تر بندیکیدو لږ وروسته وویل چي په دې ډول سره یو تروریستي پلان «په یوه پرمختللي مرحله» کي ناکامه سوی دی.

د څارنوال مولین په حواله بیا دغه تورن کس قاضي ته ویلي دي چي هغه تروریست نه وو. د چارواکو په حواله هغه په خپلو لمړنیو تحقیقاتو کي ویلي وه، چي په ارژانتي ناحیه کي خپل کور یې د یوه دریم کس په سفارش نیولی ؤ، خو د هغه نوم یې نه دی ښوولی. یوه قاضي د چهارشنبې په ورځ د رضأ ک. توقیفي حبس صادر کړی دی چي تر دې مخکي شپږ ورځي د پولیسو سره بندي وو.

په لس کاله بند محکوم سو

رضأ ک. پخوا هم د سختو جرمونو په تور محاکمه سوی وو. هغه د ۲۰۱۵م کال په جولای مياشت کي په بروکسل کي د یوې غیابي محکمې په جریان کي د جهادیانو په یوه شبکه کي د غړیتوب له کبله په لس کاله بند محکوم سوی وو. عبدالحمید اباعود، چي د پاریس د حملو د احتمالي طراح په سترگه ورته کتل کیږي، هم د همدغي شبکې غړی وو.

مولین ویلي دي چي رضأ ک.«د ۲۰۱۴ کال په اخره او ۲۰۱۵م کال په سر» کي سوریې ته تللی وو. همدغه خبره دده پر یوه ملگري انیس ب. باندي هم دلالت کوي چي د تیري یکشنبې په ورځ د هالینډ په روتردم کي ونیول سو. ویل کیږي چي دواړه اروپا ته په بیرته راتگ سره د فرانسې، بلجیم او هالیند په منځ کي تگ راتگ کاوه. ۳۲ کلن انیس ب. به ډیر ژر فرانسې ته وسپارل سي.

فرانسه او بلجیم په تیرو میاشتو کي د سختو ترهگري حملو هدف وگرزیدله. د تیر کال په نوامبرکي د پاریس په حملو کي۱۳۰انسانان او تقریبأ یوه نیمه اوونی دمخه د بروکسل په بریدونوکي ۳۲ انسانان له منځه ولاړل.

خو د فرانسوي چارواکو د معلوماتو پراساس تر اوسه پوري د کشف سوو وسلو او پاریس او بروکسل د بریدونو تر منځ ارتباط ندی ثابت سوی.