1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کی دافغانستان او دهغه دهمسايه هيوادو دکنفرانس نتايج

۱۳۸۷ آذر ۲۵, دوشنبه

په پاریس کی دافغانستان او دهغه د ګاونډویو هيوادو کنفرانس پرون ماښام پای ته ورسیدۍ . د کنفرانس برخه والو د هغه نتایج مثبت ګڼلی دی.

https://p.dw.com/p/GGTm
په پاریس کی دافغانستان او دهغه دهمسايه هيوادو کنفرانس پای ته ورسيدۍ
په پاریس کی دافغانستان او دهغه دهمسايه هيوادو کنفرانس پای ته ورسيدۍانځور: picture-alliance / Uwe Gerig

خودکنفرانس په پای کی کومه ځانګړی پریکړه ونه شوه، یوازي افغانستان او د هغه ګاونډيانودیوې ګډي اعلامیې په خپرولو سره اکتفاء وکړه . په دغه اعلاميه کی راغلی دي چی هغوی به په خپلو منځو کي همکارۍ پراخی کړي، په خاص ډول د سرحدی امنیت او مخدره موادو د قاچاق د مخ نیوی په برخه کی به یود بل سره نژدې همکاري وکړي.

د آلماني دیپلوماتانودویناووله مخی ددغه کنفرانس هدف دا ؤ تر څو سیمه ایزي همکاری پراخي اوټینګي سي،ترڅوپه افغانستان کی دسولی په راوستلوکی مرسته وکړی.

د پاریس کنفرانس د تړل شوي دروازی تر شا دایر سواو خبریالانو ته اجازه نه وه چی د برخه والو ویناوو ته غوږ ونیسی . په دغه غونډه کی د افغانستان نژدې همسايه ګان لکه پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان ،

تاجکستان،چين،هندوستان اوهمدارنګه داروپاداتحاديې دخارجي پالیسومشر دیپلومات، خاویر سولانا او ددغې اتحادیی یوشمیر نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون درلودۍ.

د غونډی دبرخه والو دپاره تریوی ماښامنۍ میلمستیا وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، رنګین داد فر سپنتا برخه والو ته وویل : زه ډیر خوښ یم چی موږ ټول یو دریځ لرو.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتو خاص استازی، کای آیدی د پاریس د کنفرانس نتيجه د هغه د خپلی وینا له مخی « ډیره مثبته» وبلل.

د غونډي ټول برخه وال پر دې خبره سره متفق وه، چی په سیمه کی یوازي امنیت ،او پایښت لرونکې سوله کولای سی چه افغانستان ته ثبات، امنیت اوسوکالی ورپه برخه کړی.

د پاریس په کنفرانس کی ايران د خپل ګډون څخه ډه ډه وکړه. د فرانسوی چارواکو د ویناوو له مخی، د ايران دخارجه چارو وزیر، منوچهر متکی د کنفرانس له پیل څخه لږ څه مخکی د برخي اخیستو څخه مخ واړاوه ،چه ښایی وجه یی د ایران او فرانسې نوی تاو ترخيوالی وي.

د ایران سره د فرانسې اړیکي د څو ورځو را په دېخوا وروسته تر هغه خړی پړي سوې ،چی جمهور رییس سرکوزی د اسراییلو پرضد د تهران پرګواښونو باندی انتقاد وکۍ.

سرکوزی ویلي دی چی دده دپاره ډیره سخته ده هغه چا ته لاس ورکي چی د نقشې څخه د اسراییلو د ورکولو اراده لری.

فرانسوي چارواکو وويل، د پاریس د کنفرانس هدف دا دی چي د افغانستان ګاونديان په خاص ډول پاکستان او ايران تشويق سي ترڅو د افغانستان دحکومت سره دسولي په ټينګښت کی مثبت نقش ولوبوی.

ډیری طالب اورپکی چی د افغانستان په دننه کی دخارجي او افغاني ځواکونو پر خلاف جنګیږی، د پاکستان په خاوره کی هډی لری . د بلی خوا امریکایی چارواکی هم ایران تورنوي چی ځینو ډلو ته وسلې استوي.

د پاریس په کنفرانس کي د ایران د لوړ پوړی پلاوی نه ګډون ښایی هغو انتظارونو ته چی د افغانستان او د هغه د ګاونډيانو تر منځ سیمه ایزه همکاري پراخه سي، یو ګزار وی.

د ایران پخوانی جمهور رییس ابو الحسن بنی صدر هم د کنفرانس د پای څخه مخکی د پاریس غونډه د فرانسې د حکومت یوه تبلیغاتی لمانځنه وبلله .

فرانسوی چارواکو هم د پاریس ددغه کنفرانس څخه په سیمه کی د پرمختګ دپاره ډیره زیاته هیله مندي نه ده ښکاره کړې، او ویلی يې دي تر هغو پوري چی د متحده ایالاتو نوی جمهوررییس بارک اوباما د جنور ۍ پر شلمه دسپینی ماڼۍ واګی په لاس کی اخلی، ښایی په پالیسۍ کی د کوم نوی شی لپاره تصمیم ونه نیول سي .