1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کې د سوریې په اړه غونډه پیل شوه

۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعه

د سوریې دوستو هیوادونو دریمه غونډه په پاریس کې وکړه. د فرانسې ولسمشر وویل چې په سوریه کې د دموکراتیک اپوزیسیون ملاتړ باید لا ډیر وشي.

https://p.dw.com/p/15Saa
انځور: dapd

د اولاند په وینا دغه ملاتړ به چې کله په سوریه کې روان کړکیچ پای ته ورسیږي، د بشري مرستو او د سوریې په بیا آبادولو کې مرسته وکړي. هغه دا خبرې د ننۍ غونډې په پیل کې وکړې.

اولاند همداشان په خپلو خبرو کې دا غوښتنه وکړه چې د سوریې د رژیم پر وړاندې باید نور تحریمونه هم وضع شي.

اولاند د بهرنیو چارو د وزیرانو او د لوړ پوړو دیپلوماتانو غونډې ته په خپله وینا کې وویل:

«بشارالاسد باید واک پریږدي. دا د سوریې او د بل هر گاونډي یا هغه چاپه ټه ده، چې په سوریه یا په سیمه کې سوله غواړي .»

د امریکا متحده ایالات، المان، بریتانیا، فرانسه او عربي هیوادونه په شمول د سعودي عربستان او قطر د هغو هیوادونو په کتار کې دي چې په نوموړې غونډه کې گډون کوي.

روسیه او چین په دغه غونډه کې گډون نه لري

روسیه په دغه غونډه کې گډون نه کوي. د روسیې په رسنیو کې داسې گنگوسي دي چې متحده ایالات په دې هڅه کې دئ چې روسیه دې ته راضي کړي چې د اسد کوربه توب هغه وخت وکړي چي له واکه لیري شي. دغه خبره په لومړي سر کې د جون د میاشتې په یوه غونډه کې د المان د صدراعظمې له خوا راولاړه شوې وه، خو د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف دغه خبره یوه ټوقه وگڼله او هغه ئې رد کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف تیره ورځ په مسکو کې د المان د بهرنیو چارو له وزیر گیدو ویسترویله سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

«موږ دغه یوه ټوقه گڼله او د ټوقې په توگه مو ورته غبرگون ښوولی دئ. څنگه به وي چې تاسو المانان زموږ پر ځای د اسد کوربه توب وکړې.»

داسې نه ښکاري چې چین هم په دغه غونډه کې گډون وکړي. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لیو وایمن، خبریالانو ته ویلي دي چې په حاضر وخت کې د دوی هیواد په دغه غونډه کې د گډون په اړه غور نه کوي.

دا غونډه په یوه داسې وخت کې کیږي چې د اسد د رژیم یوې پلوي انټرنیټ پاڼې خبر ورکړی دئ چې د اسد د رژیم د داخلي کړیو او د پوځ یو شمیر مهمو کسانو ترکیې ته پنا وړې ده.

د نوموړې انټرنیټ پاڼې په حواله د جمهوري گارد ډگر جنرال مناف طلاس ترکیې ته تښتیدلي دي. مناف د مصطفی طلاس زوی دي. مصطفی د سوریې د دفاع د وزیر په توگه دنده تر سره کړې ده.

دغه انټرنیټ پاڼه وړاندې کاږي چې طلاس هغه وخت وتښتید چې کله پر دې خبر شو چې د سوریې استخبارات د طلاس د اړیکو په اړه ټول معلومات لري. د انټرنیټ پاڼې په وینا د هغه تيښته د سوریې پر رژیم کوم اغیز نه لري.

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش