1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کې د مهاجرو یو بل کمپ خالي کړی شو

۱۳۹۶ مرداد ۲۷, جمعه

په پاریس کې د سړک پر غاړه جوړی شوی د مهاجرو یو مؤقتي کمپ بیا خالی کړی شوی دي. په دغه کمپ کې ۲۵۰۰ زره مهاجرو وو چې زیاترو یې له افغانستان، سومالیا او عراق هیوادونو سره تړاو درلود.

https://p.dw.com/p/2iSww
Frankreich Paris Migranten Flüchtlinge Camp Evakuierung
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camus

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه کمپ چې د فرانسې د پلازمېنې پاریس په شمالي څنډه کې د مهاجرو د راجستر کیدو یوه مرکز ته څیرمه پروت وو د جمعې په سهار یې په خالي کولو پېل وشو. د ځایي چارواکو په وینا له دغه مؤقتي کمپ څخه د سیمي سپورتي جمنازیمونو ته د سرویسونو په واسطه د مهاجرو انتقالیدل د جمعې په سهار پیل شول. په ټوله کې په دغه ماموریت کې ۳۵۰ پولیسو ونډه درلوده. دا په تیرو دوو کلونو کې په پاریس کې ۳۵ وار دی چې دغسې یو ګام پورته کیږي.

مهاجر چې زیاتره یې د افغانستان، سومالیا، اریتریا او سودان هیوادونو سره تړاو لري، د پاریس ښار په شمالي څنډه کې د یوې لوی لارې تر پله لاندې د سړک پر غاړه مؤقتي کمپ جوړ کړی وو. په دغه سیمه کې د تیر میلادي کال په نومبر میاشتې کې د مهاجرو د ثبتیدو یو مرکز پرانیستل شوی وو، خو پاریس ته د ټولو راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره یې بسنه نه کوله.

په اروپا کې د مهاجرینو د کړکیچ په ترڅ کې فرانسه د نورو اروپایي هیوادونو لکه آلمان او ایټالیې په څیر نه دی اغیزمن شوی. خو د دغو کسانو نورو مؤقتي سرپناو ته د انتقالولو په برخه کې بیا هم غټې ستونزې وي.

د جولای میاشتې په نیمایي کې له دې کبله حکومت اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو کلونو کې د پناه غوښتونکو او قبول شوو مهاجرو له پاره ۱۲۰۰۰ سرپناوې برابرول غواړي. همدا څه موده وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي وو چې د روان میلادي کال تر پای پورې به هیڅ کوم مهاجار د سړک پر سر نه وي.

    په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: