1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستاني او هندي رسنيو کې د کشمیر د کړکیچ متفاوت انځور

عرفات الله اسلام۱۳۹۵ شهریور ۳۱, چهارشنبه

له تیرو څو اونیو راهیسې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پراخ لاریونونه شوي چې په ترڅ کښې يې لسګونه کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. دویچه ویله د پاکستاني او هندي رسنیو له خوا د دې کړکیچ پوښښ ته کتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1K66J
Indien Proteste in Srinagar
انځور: Reuters/D. Ismail

د سپټمبر په ۱۸ نیټه سهار وخته څلورو وسلوالو کسانو چې نظامي جامې يې اغوستې وې، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې د هند د پوځ پر یوې پوځي اډې برید وکړ چې ۱۷ هندي سرتیري پکښې ووژل شول او اتلسم سرتیري بیا وروسته په روغتون کښې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه پیښه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې په دې سیمه کښې شخړو د نړۍ د رسنیو پام ځان ته اړولی دی. د دولت ضد ستر لاریون چې د یاغیانو د یو ځوان وتلي قوماندان تر وژل کیدو وروسته ترسره شو، له تیرو دوو میاشتو راهیسې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې د لوړو امنیتي احظاراتو لامل شوي دي.

د سرینګر په لویدځ کښې پورت، د اړي په سیمه کښې د هندي پوځ پر یوې اډې تر برید وروسته، لوړ پوړو هندي سیاستوالو د دې بريد پړه پر پاکستان واچوله.

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر راجنات سنګ، پر پاکستان نیوکه وکړه او هغه یې د یو «ترهګر هیواد» په توګه یاد کړ او په نړیواله کچه د پاکستان د انزوا غوښتنه یې وکړه. په هندوستان کښې ګڼ شمیر ټویټر کاروونکو هم د هغه نظریه شریکه کړې ده.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وايی چې پرته له څیړونو د یوچا تورنول ډیره ژر پریکړه ده.

یو جنجالي نقش

په کلکته کښې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو کارپوه ګرګه چترجي، وايي: «په ټوله کښې د هندوستان او پاکستان رسنۍ یو دیر منفي رول لوبوي او اساساً د خپلو هیوادونو استازیتوب کوي.»

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کښې زیاته کړه: «پرته له دې چې په لاس کښې کوم سند ولري، پاکستاني رسنۍ د هرې خبرې د ردولو او هندي رسنۍ بیا د ګوتې نیونې په حالت کښې دي.»

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې یو ویبلاګ لیکونکی بشارت علي، په دې باور دی چې په هندوستان او پاکستان کښې رسنۍ تل د خپلو حکومتونو له خوا د کشمیر د کړکیچ په هکله د دوی د نظريې د څرګندولو لپاره کارول کیږي.

علي دویچه ویله ته وویل: «د هندوستان رسنیو لپاره د کشمیر کړکیچ د پاکستان له خوا رامنځ ته شوی او دغه مسله د کشمیر د کړکیچ له پیل څخه تر اوسه پورې د هندوستان د حکومت له خوا هم په همدې ډول څرګندیږي.»

هغه زیاته کړه چې دوی تل د ریښتیا د بدلولو او پټولو هڅې کوي: «کله چې خلک وینې چې د دوی پر وړاندې له درواغو کار اخیستل کیږي، د دوی غوسه نوره هم ډیریږي.»

علي وویل چې د هندوستان ورځپاڼې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې ګڼ شمیر خبریالان لري، خو د پاکستان ورځپاڼې زیاتره په خبري آژانسونو بسنه کوي ځکه چې په سیمه کښې خبریالان نه لري. دغه ویب بلاګ لیکونکي څرګنده کړه چې پاکستاني رسنیو تل هڅه کړې په کشمیر کښې د بشري حقونو ستونزې د رسنیو له لارې خپرې کړي ترڅو د نړیوالو پام را جلب کړي. هغه زیاتوي چې همدغه کړنلاره د پاکستان حکومت هم خپله کړې ده.

په ۱۹۴۷م کال کښې د هندوستان له تجزیې وروسته، د جنوبي اسیا د دوه اټومي قدرتونو ترمنځ د کشمیر مسله په یوه ستر کړکیچ بدله شوې ده. دغو داوړو هیوادونو په خپلو کښې درې وسلوالې جګړې کړي چې له دې ډلې څخه دوه یې د کشمیر پر سر رامنځته شوې دي چې دواړه هیوادونه یې د بشپړ ملکیت دعوا کوي.

په دوبۍ کښې میشت یو آزاد خبریال بابه عمر، چې د کمشیر کړکیچ تر خپل پوښښ لاندې لري وايي چې د هند تر ولکې لاندې د کمشیر خلک هندي رسنې د نوي ډهلي د عامه اړیکو د ماشین په توګه پیژني.

هغه دویچه ویله ته وویل: «د کشمیر په بیلابیلو سیمو کښې د کمشیر د خپلواکۍ د غوښتنې له پاره ستر لاریونونه کیږي، خو هندي رسنۍ هیڅکله دغه خبرونه نه خپروي.»

د حقیقوتونو نه درک کول؟

د رسنیو چارو کارپوهان وايي چې د کشمیر د کړکیچ په هکله د حقیقتونو نه پلټنه د هندي او پاکستاني رسنیو د هرې ورځې کار ګرځیدلی دی. هغوی د دواړو هیوادونو پر رسنیو ږغ کوي چې د روانو ناخوالو د کمولو له پاره فعال رول ولوبوي.

چیتري ټینګار کوي چې رسنۍ باید په دې حقیقت وپوهیږي چې پاکستان او هندوستان دوه اټومي هیوادونه دي او دوی باید خپل اوریدونکي، لوستونکي او لیدونکي د اټومي کړکیچ د ویجاړونکو پایلو په هکله وپوهوي. هغه همدا راز زیاتوي چې رسنۍ باید په بشپړ پام سره د دواړو هیوادونو د حکومتي او پوځي ادارو خبرې وڅیړي او وروسته له دې چې حقیقت ترلاسه کړي بیا دغه خبرې عامو خلکو ته ورسوي.

ټولنیزې شبکې

د ټولنیزو شبکو کاروونکي او د دواړو هیوادونو سیاستوال د ټوټیر له لارې پر یو بل تورنه پورې کوي. ځینې ډپلوماتان د راولاړو شوو ستونزو د ارامه کولو له پاره هم له ټولنیزو شبکو کار اخلي. شیري رحمان، امریکا متحده ایالاتو ته د پاکستان سفیره د یوري د پیښې په هکله پر خپلې ټویټر پاڼې لیکنه کړې وه. هغې ټینګار کړی چې جګړه ستونزې نه اواروي.

د هندوستان حکومت له خوا په کشمیر کښې پر ټولنیزو شبکو محدودیت پراخ غبرګونونه راپارولي دي. خرم پرویز، د بشري حقونو یو کشمیري مدافع چې په ټویټر کښې ډیر فعال دي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کنفرانس کښې له ګډون مخکې ونیول شو او په کنفرانس کښې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه. د دې ترڅنګ د فسبوک پر ټولنیزې شبکې هم نیوکې شوي دي چې د کشمیر په اړه یې ځینې لیکنې له منځه وړي دي.