1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستاني کې بمي چاودونې ۲۱ تنه وژلي دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه
https://p.dw.com/p/144mk

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې د جومات مخې ته یو بم چاودیدلی چې په ترڅ کې ئې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي دي. دغه پیښه د کرم ایجنسي په پاړه چنار سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوې چې لمونځ کوونکی د جمعې د لمانځه د ادا کولو وروسته د جومات څخه د وتو په حالت کې وو. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې ښایي دا یو ځانمرگي برید وي. په پیښه کې د ۲۱ کسانو وژل تائید شوي دي او نور ۴۵ تنه ټپیان دي، چې د هغوې له جملې څخه د ۲۰ تنو حالت د اندیښنې وړ دئ.