1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان باندی د امريکا نوی فشار

۱۳۸۵ اسفند ۷, دوشنبه

د امريکا جمهور ريس جورج بوش غواړی په پاکستان باندی لا نور فشار راوړی، تر څو دغه هېواد د تروريسم پر ضد جکړه کې لا زيات قدمونه پورته کړی.

https://p.dw.com/p/DKFH
د امريکا جمهور ريس جورج بوش او د پاکستان جمهور ریس مشرف
د امريکا جمهور ريس جورج بوش او د پاکستان جمهور ریس مشرفانځور: AP

ښاغلی بوش د پاکستان جمهور ریس مشرف ته خبرداری ورکړی، چې که دی د پاکستان د سرحدی سيمو له پلوه افغانستان ته د ترورستانوپه رالېږلو باندې جدی قدم پورته نکړی، نو د دې امکان شته، چې دموکراتان به په نوي انتخاب شوی پارلمان کښې پاکستان ته مرستې بندی کړی.

پاکستان وايي، چې دغه هېواد هرڅه يي چې په وسه پوری وی کوی، خو امريکايي نظاميان وايي چې په تېر کال کښې د سرحد له هغه خول څخه حماې زياتی شوي دي.