1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په پاکستان کي اوس هم جهاديان روزل کيږي"

سيد رياض (afp)۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه

پاکستان تر اوسه پورې د هغو تندلارو مسلمانانو هدف دی چې غواړي خپل ژوند «جهاد» ته وقف کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسامه بن لادن وژل شوی دی او د القاعدې تروريستي شبکه ډېره ځپل شوې ده.

https://p.dw.com/p/17SKQ
انځور: AP

د فرانسې خبري آژانس په خپله یوه تبصر کې لیکي چې په افريقا او منځني ختيځ کې نوې جګړې پيل شوې دي، خو د بهرنيو جنګياليو شمېر مخ پر لوړېدو دی چې د پاکستان قبايلي سيمو ته مخه کوي. سربېره پر دې هغوی اوس له لا زياتو هېوادونو څخه راځي.

په اتیایمه لسیزه کې د روسانو پر ضد د افغانانو تر جهاد وروسته، له ټولې نړۍ څخه مسلمانو جنګياليو د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې ژوند کړی او هلته روزل شوي دي چې د القاعدې په څیر د بیلا بیلو جنگي ډلو په شکل راڅرگند شول.

کله چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا په مشرۍ پوځونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت القاعدې ته د پناه ورکولو په تور رانسکور کړ، افغان طالبان د پاکستان سرحد ته وتښتېدل.

د افغان طالبانو یوه تن غړي د پاکستان په شمال لویدیځ کې د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي: «القاعده خپل تمرکز د سوریې، لېبیا، عراق او د مالي په لور اړوي.»

د پاکستان ځایي چارواکي اټکل کوي چې په تیرو لسو کلونو کې د عربي جنگیالیو شمیر له نیمایي یا دوه پر دریمي برخې ته راکښته شوی دی، چې ويل کيږي شمیر به یې تر۱۰۰۰ تنو هم کم وي.

په تیرو دوو کلونو کې د القاعدې یو شمیر عرب جنگیالي، په ځانگړې توگه لېبیایان او سوریایان، خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي چې په خپلو هیوادو کې په پاڅونونو کې برخه واخلي او یو شمیر نور بیا په ۲۰۰۳عيسوي کال کې د عراق، سومالیې او یمن پر لور خوځیدلي دي.

خو د قبایلي سیمو د یوه څیړنیز مرکز مشر، سیف الله محسود په دې آند دی، چې په منځني ختیځ کې پاڅونونو په پاکستان کې د عربانو پر شتون کم اغیز لرلی دی: «په ډیر شمیر کې عرب له دې ځایه نه ځي. هغوی له تیرو دیرشو کلونو راهیسې دلته اوسیږي او دې ته ادامه ورکوي.»

«په قبایلي سیمه کې زیاتره بهرني جنگلیالي ترکمنان او ازبکان دي »
«په قبایلي سیمه کې زیاتره بهرني جنگلیالي ترکمنان او ازبکان دي »انځور: AP

د شمالي وزیرستان په اصلي ښار میران شاه کې یو شمیر عیني شاهدانو ویلي دي چې له نورو هیوادونو څخه د جنگیالیو شمیر مخ پر ډیریدو دی. د دغه ځای یوه ځایي اوسیدونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په ټولیزه توگه په تیرو دوو کلونو کې د بهرنیو جهادیانو شمیر ډیر شوی دی. موږ هره اوونۍ نوې څېرې وینو.»

داسې اټکل کیږي چې په دغه قبایلي سیمو کې به د۳۰ بیلا بیلو هیوادو د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ جنگیالي شتون ولري. په ۸۰ مه لسیزه کې هم د هغوی شمیر په زرونو تنه اټکل شوی وو.

د ځایي چارواکو د وینا له مخې په قبایلي سیمه کې زیاتره بهرني جنگلیالي ترکمنان او ازبکان دي چې شمیر یې د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ تر منځ دی. دغه جنگیالي په خپلو هیوادونو کې د واکمنو سیکولار رژیمونو څخه راتښتیدلي او خپلې ډلې ټپلې یې جوړې کړي دي.

د «اتحاد جهاد اسلامي» په نوم ډله چې د «ازبکستان د اسلامي غورځنگ» څخه بیله شوې ده، د پاکستان په قبایلي سیمه کې میشته ده. دغه ډله غواړي چې د ازبکستان حکومت رانسکور کړي او د دې تر څنگ په افغانستان کې له یاغیانو سره هم مرسته کوي. دغه ډلې په آلمان کې هم یو برید پلان کړی وو چې بيا شنډ کړای شو.

د متحده ایالاتو چارواکي وایي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په پاکستان کې د القاعدې د روزنیزو مرکزونو په له منځه وړلو کې ډیره مرسته کړې ده. د لندن میشته د ژونالیزم د څیړنیز مرکز د ارقامو پر اساس د ۲۰۰۴م کال راهیسې د بې پیلوټه الوتکو ۳۶۲ بریدونه تر سره شوي دي، چې په هغې کې ۳۱۰ بریدونه د ۲۰۰۹م کال راهیسې چې بارک اوباما واک ته رسیدلی تر سره شوي دي.

خو د شمالي وزیرستان ځایي خلک په دې آند دي چې په دغه بریدونو کې د القاعدې د جنگیالیو په پرتله ډیری ځایي طالبان وژل کیږي. په شمالي وزیرستان کې یوه ځایي خبریال د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي:«دغه کسان سطحي څیري دي، د ځایي خلکو په څیر جامې اغوندي، په لویو غونډو کې گډون نه کوي او هر وخت خپل ځای بدلوي.»

خو مسود بیا په دې نظر دی چې د تیرو کلونو په پرتله اوس د زیاتو هیوادونو څخه دغه سیمي ته جنگیالي ورځي. د طالبانو یوه غړي له دغه خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې ده: «څو میاشتې تر مخه موږ د لومړي ځل لپاره د فیجي دوه، درې تنه اوسیدونکو ته هرکلی ووایه.»

ځایي او لویدیځ چارواکي په دې آند دي چې د تیرو کلونو په پرتله د لویدیځو هیوادونو د یاغیانو شمیر چې سوو تنو ته رسیده، اوس لسونو تنو ته راکښته شوی دی.