1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي بيا ماشومان د چاودنو قربانيان سول

۱۳۸۸ اردیبهشت ۶, یکشنبه

يوه ورځ وروسته له هغه چي د فوتبال توپ ته ورته يوبم۱۲ماشومان ووژل نن د پاکستان په شمال لويديځ کي څلور ماشومان او د هغوی مور او پلار په يولاسي بمي چاودنه کي ووژل شول.

https://p.dw.com/p/HeaB
بم په هغه موټر کي وچاوديد چي اته ماشومان او د هغوی مور او پلار يې د ميرانشاه لويديح ۴۵ کيلومترۍ کي د اثر ميداخيل کلي ته نژدې ليږدول.
بم په هغه موټر کي وچاوديد چي اته ماشومان او د هغوی مور او پلار يې د ميرانشاه لويديح ۴۵ کيلومترۍ کي د اثر ميداخيل کلي ته نژدې ليږدول.انځور: AP

په داسي حال کي چي په نوموړې سيمه کي د طالب جنګياليو د فعاليتونو لمن پراخه شوې ده، زور زياتيو هم هلته قوت اخیستی دی. لويديځ متحدين چي القاعدې ته دماتي او په افغانستان کي د ثبات راوستلو له پاره پاکستان ته اړتيا لري،اندېښنه لري چي داسي نه سي چي دغه په اټومي وسلو سمبال هيواد د پراخو ناکراريو ډنډ ته ورټیل وهل شي.

د رويتر د خبري آژانس د رپوټ له مخه نوموړی لاسي بم په هغه موټر کي وچاوديد چي اته ماشومان او د هغوی مور او پلار يې د ميرانشاه لويديح ۴۵ کيلومترۍ کي د اثر ميداخيل کلي ته نژدې ليږدول. څلور نور ماشومان ټپيان شوي دي.

چارواکي څه ويلای نه شي چي آيا د ماشومانو خپله مور او پلار په دغه موټر کي ځان سره دغه لاسي بم ليږداوه او که پرديو ورته ایښی ؤ.

ميرانشاه د شمالي وزيرستان چي د القاعدې او طالب پلو اورپکو هډه ګڼله کيږي، ستر ښار دی.

پرون ۱۲ ماشومان چي په هغو کي پنځه يې نجوني وې او په يوې کورنۍ پوري يې اړه درلوده د يو بم په چاودني سره ووژل شول. ددغه بم په هکله د رويترخبري ژآنس په خپل لومړی رپوټ کي چي پرون يې له پښاور څخه ورکړی، د يو امنيتي چارواکي له خولې يې ويلي دي دغه بم د فوټبال توپ ته ورته ؤ، په رپوټ کي راغلي دي چي ماشومانو په ډيره نومي سيمه کي له ښونځۍ څخه وروسته د خپلو کورنونو په لور روان ول او دغه توپ ته ورته شی يې وموند او لوبي يې پرې پيل کړې، چي د هغوی د ژوند په قيمت تمامه شوه.

د رويتر په نني رپوټ کي چي له ميرانشاه څخه يې خپور کړی راغلي دي چي دغه بم د فوټبال په توپ کي پټ کړای شوی ؤ.

خو د پوليسو يو چارواکي سيد زمان له کښته ډيرې څخه د رويترخبري آژنس ته وويل: دغه بم توپه ته ورته ؤ. او ماشومانو سمدلاسه لوبي پرې پيل کړې او چاودنه وشوه.

دا تر اوسه پوري سمه روښانه نه ده چي دغه بم توپ ته ورته، او که چاوديدونکي توکي په قصدي توګه په يو توپ ته ورته شي کي پټ سوي ول. ډير دملکنډد ضلعي د شمال لويديځي صوبې يوه سيمه ده چي د ميرانشاه په شمال خيتځ۲۶۰ کيلومترۍ کي پرته ده.

RTRE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل