په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر ضد احتجاجونه
۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبهخو په کابل کي د ناتو تر مشري لاندي آيساف وويل چي دغه بنديز به په افغانستان کي د ايتلاف پر عملياتو ډيره سخته اغيزه ونه کړي.
د آيساف يو وياند وويل: « د پاکستان د حکومت له چارواکو سره د کارونو همږغي سوې ده او موږ پوهيږو چي حکومت غواړي امنيت خوندي وساتي. دا کار د ايساف پر اکمالاتي زيرمو باندي اغيزه نه لري.»
د متحده ايالاتو د ترانسپورت د قومندانۍ د معلوماتو له مخه په افغانستان کي د ناټو په سلو کي 40 اکمالات د پاکستان له لاري کيږي. نور پاتي 40 فيصده د افغانستان د شمالي ګاونديو له لاري او پاتي 20 فيصده د هوا له لاري افغانستان ته رسيږي.
په پاکستان د ناتو اکمالاتي لاري د بندولو لپاره د دغه هيواد د سياستوال او د کريکيت د پخواني اتل، عمران خان له خوا وروسته له هغه ږغ وسو چي امريکايي چارواکو د بې پلوټه الوتکو د بريدونو د بندولو لپاره د پاکستان غوښتني رد کړې.
د امريکا متحده ايالات وايي چي د پاکستان قبايلي سيمي د القاعدې ځاله ده او متحده ايالاتو د هغو له منځه وړل غواړي.
د عمران د ګوند، تحريک انصاف او د ځينو اسلام پالو ګوندونو فعالين د خيبر- پښتون خوا په صوبه کي پر سړکونو کښيناستل او دغه لاره يې بنده کړه.
په نوموړي صوبه کي د تحريک انصاف مشر، اسد قيصر وويل : « له دغه احتجاج څخه زموږ مقصد دا دی چي موږ د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو مخالفت کوو او هغه هيڅ وخت منلای نه سو.»
د پاکستان د حکومت يو چارواکي، سراج احمد وويل چي د احتجاج له پيل څخه حکومت د ناتو د اکمالاتو ليږدول بند کړي دي.
يو بل چارواکي وويل: خو په جنوب لويديځ پوله، چمن کي لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستې ده.
د امريکايي بي پيلوته الوتکو بريدونه د پاکستان حکومت ته انديښني پيدا کړي او وايي چي د دغو حملو په نتيجه کي ولسي وګړو ته هم تاوان رسول کيږي او له دي سره خلک په غوسه سوي او دې ته اړ سوي چي د اورپکو ملاتړ وکړي.
خو د سياسي ګوندونو دغه احتجاج د پاکستان لارۍ چلونکي په قهر کړي دي چي د لاري بنديز د هغوی کار او بار ته چي ډيری زياتي ګټي تر لاسه کوي تاوان اوښتی دی.
د خيبر ترانسپورت د ټولني رئيس ، شاکر افريدي وويل: « هغوی سياستوالان دي. دوی په دا ډول ډرامو لاس پوري کوي. خو موږ خطر پر ځان منلای نه سو، غوره ده چي د څو ورځو لپلاره خپلي لارۍ له سړکونو ليري وساتو.»
هغه زياته کړه: « له دي تجارت څخه موږ ستړی سوي يو. هره دوهمه ورځ زموږ پر لاريو حمله کيږي يا اکمالات افغانستان ته ځنډول کيږي. موږ حکومت ته وايو چي يا دغه لاره د تل لپاره بند کړه او يا سم صحيح زموږ امنيت خوندي وساتي.»
د خيبر د ترانسپورت نوموړي رئيس يادونه وکړه چي د اکمالاتي لاريو چلونکي خپلي پيسي مخکي له مخکي اخلي، موږ اوس له هغو څخه څنګه پيسي بيرته واخلو، په دې سره زموږ پښه په خپله پايڅه کي بنده ده.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل