1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د«ضرب عضب» عملیات نوې پړاو ته داخلیږي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ تیر ۹, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ په راتلونکو اونیو کې د ترهگرو پر ضد وروستيو عملیاتو ته تیاری نیسي. خو داسې اندېښنې موجودي دي چې ترهگرو ته د ماته ورکولو په نوم به بشري حقونه هم تر پښو لاندي شي.

https://p.dw.com/p/1FpwP
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshi

نزدې یو کال دمخه د پاکستان پوځ له افغانستان سره په سرحد کې د دغه هیواد په قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې د طالبانو او نورو جنگي ډلو پر ضد د«ضرب عضب» په نوم پوځي عملیات پیل کړل.

د پاکستان پوځ په حواله دوی په دغه مبارزه کې د خپلو هدفونو ۹۰ سلنه ترلاسه کړل. فرانسي خبري آژانس د پوځي سرچینو په حواله ویلي دي چې د پاکستان پوځ خپله توجه د شوال سیمي ته متمرکزه کړې ده. دغه سيمه د تحریک طالبان منع کړل شوي ډلي مرکز گڼل کیږي.

د پاکستان پوځ په حواله د تیر کال په جون میاشت کې د دغو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه پوري ۲۷۰۰ ترهگر وژل شوي او په دې جریان کې د ترهگرو ۸۰۰ پټنځایونه له منځه وړل شوې دي. همدارنگه د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر۳۰۰ ډیر سرتیري هم وژل شوي دي.

د شوال درې پر لور پرمختگ

په دغو عملیاتو کې په مستقیمه توگه ښکېل یوه پوځي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط د فرانسې خبري آژآنس ته ویلي دي چې اوس عسکر د وروستي ځمکني پرمختگ له پاره تیاری نيسي، خو ټاکل شوې ده چې تر دې دمخه به هوایې عملیات وشي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «موږ به د هوایې بمبارۍ په مرسته ستونزمن هدفونه آسانه کو، ځکه موږ پوهیږو چې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې به موږ د جنگیالیو له سخت مقاومت سره مخامخ شو.»

عیني شاهدان هم په شوال سیمه کې د پاکستان پوځ شتون تائیدوي. په دې برخه کې یو شمیر قبائلي مشرانو خبرداری ورکړی دی چې ترهگر د پرشاتگ له ستراتیژۍ څخه په گټي سره له سرحدي سیمو څخه افغانستان ته پناه وړي.

یو قبائلي مشر عجب خان ویلي دي: «هره ورځ په لسونو ترهگر له دغي سیمي څخه افغانستان ته پناه وړي. په دې وروستیو کې نزدې۲۰۰جنگیالي افغانستان ته اوښتي دي.» عجب خان وایې چې یو شمیر ترهگرو په سعب العبور غرنیزو سیمو کې مورچلونه جوړ کړي دي او د پوځي عملیاتو په مقابل کې د ډیر سخت مقاومت توان لري.

د بریالیتوب له پاره اصلاحات اړین دي

د امنیتي چارو کارپوهان وایې چې په سیمه کې د پوځي عملیاتو هدفونه تر هغه وخته پوري په بشپړ ډول نه شي تر لاسه کېدلای، څو په دغه نیمه خپلواکمنه سیمه کې اقتصادي وضعه نه وي ښه شوې او اداري اصلاحات نه وې رامنځته شوې.

د «فاټا» قبائیلي سیمه د پاکستان د تر ټولو غریبو او وروسته پاتو سیمو څخه شمیرل کیږي. په دغو سیمو کې اوس هم هغه قانون نافذ دی چې ۱۰۰ کاله دمخه انگریزانو جوړ کړی وو.

د دې ترڅنک داسې رپوټونه هم ورکول شوي دي چې د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې ملکي خلک هم وژل کیږي. دغه سیمي په بشپړ ډول د پوځ تر کنترو لاندی دي او له آزادو سرچینو څخه د معلوماتو راټولول ناممکن دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د څار کمېسیون یوه لوړي پوړي چارواکي آئی ای رحمان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ نه پوهیږو چې پوځ د دغو عملیاتو په ترڅ کې څه ډول خلک وژني. موږ د دغو رپوټونو د رښتینوالي په هکله هیڅ معلومات نه لرو چې څومره خلک وژل شوي. په دوی کې څومره ترهگر او څومره بې گناه خلک ول. موږ په دې نه پوهیږو.»

د رحمان په خبره خلک باید دغو سیمو ته لاسرسی ولري او پوځي عملیات باید شفاف وي او په اړه ئې بايد خلکو ته معلومات ورکړل شي.