په پاکستان کي د فیشن اوونۍ
د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د ژمي موسم له پاره د «فیشن پاکستان ویک» یا د پاکستان د فیشن اوونۍ، د نوامبرمیاشتې پر ۲۸مه نېټه پای ته ورسیده. په دغه درې ورځني نندارتون کې د پاکستان د فیشن د صنعت مشهورو څیرو گډون لاره.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۴م کال د ژمي موسم له پاره د فیشن اوونۍ درې ورځي دوام وکړ. د پاکستان په یو شمیر وختونو کې وخت ناوخته دغسې پروگرامونه جوړیږي.
د پاکستان د فیشن اوونۍ، په کال کې دوه واري د «فیشن پاکستان کونسل» له خوا پيل کیږي چې په هغه کې د مشهورو ډیزانیرانو سربیره نوي استعدادونه هم خپل کارونه نندارې ته وړاندې کوي.
دغه پروگرام چې د کراچۍ ښار په یوه هوټل کې جوړ شوی وو، د لاهور او کراچۍ نزدې ۲۱ ډیزاینرانو پکښې خپل رنگارنگ کالې نندارې ته وړاندې کړل.
د فیشن پاکستان ویک، په نوم دغه پروگرام د نوموتي ډیزانیر حسن شهریار په لارښوونه جوړ شوی وو، چې موخه یې د ده له خوا په نړیواله کچه د پاکستان د منځلاري انځور وړاندې کولو او د پاکستان د فیشن صنعت ته د نوي ژوند ورکولو یوه هڅه ده.
په دغه پروگرام کې د ختیځ او لویدیځ ډول کالې نندارې ته وړاندي شول. خو په دغه درې ورځني پروگرام کې د نړیوال بازار توجه د لویدیځ ډول جوړو شوو کالو ته متمرکزه وه.
د فیشن اوونۍ په لومړۍ ورځ اطهر حفیظ، اشتیاق افضل، لیوایز، عایشه فاروق هاشواني، گل احمد، آمنه عقیل او ظهیر عباس خپل ډيزاين کړي کالي نندارې ته وړاندي کړل.
د فیشن اوونۍ د دوهمې ورځ پېل د شهلا چتور له لوري د جوړو شوو کالو نندارې ته په وړاندې کولو سره وشو. تر هغې وروسته، عمران راجپوت، صنم چوهدري، هما عدنان، دیپک او د دیپک پرواني خپل ډیزان شوي کالي نندارې ته وړاندي کړل.
د فیشن اوونۍ په دریمه او وروستۍ ورځ پر ماهین خان سربیره صدف، ماهین کریم، ندا انور، ثنا سفیناز، محسن علي، فراز مننان او نعمان آفرین هم په زړه پورې ډیزاین شوي جامې نندارې ته وړاندې کړې.
په دغه پروگرام کې نه یوازي د ښځو، بلکي د نارینه وو کالي همم نندارې ته وړاندي شول، چې د نندارچیانو له خوا ډیر وستایل شول.
د فیشن اوونۍ پای د پاکستان د مشهور ډیزانیر ماهین خان د نوي او زړه راکښونکي کلیکسون نندارې ته په وړاندې کولو سره وشوه.