1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د قدرت په سر کشمکش. خو د چا ترمنځ؟

۱۳۸۹ مهر ۲۹, پنجشنبه

د پاکستان د خلکو ګوند او د دغه هيواد قضايیه قوا په ورستيو کي د يو بل سره په لانجي بوخت دي. د پاکستان ستره محکمه غواړي ترڅو ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان د دولت نور چارواکي د اداري فساد په اتهام محاکمه کړي.

https://p.dw.com/p/Pjqx
د پاکستان د قاضيانو د حقوقو د دفاع ټولنه
د پاکستان د قاضيانو د حقوقو د دفاع ټولنهانځور: Abdul Sabooh

دغه کشمکش تيره اوني هغه وخت رابره سيره شو چي په پاکستان کي ځينو تلويزيونو داسي رپوټونه خپاره کړل چي ګواکي حکومت غواړي د قضا د نوموړي احتمالي اقدام پر ضد په عمل لاس پوري کړي او يو امر صادر کړي چي د هغه پر اساس د حکومت د 2009 کال یوه پريکړه بيرته فسخه کړي. له نوموړي پريکړي سره د پخواني ولسمشر پرويز مشرف تر واکمني لاندي له کاره ګوښه ګړاي شوي قاضيان بيرته خپلو دند ته وټاکل شول.

د پاکستان د ستري محکمي ريس، افتخار چودري، په مقابل کي عکس العمل وښود او د تيري پنجشنبي په شپي يي 17 نورو قاضيانو څخه وغوښتل ترڅو دغه رپوټونو ته وګوري. د پاکستان ستري محکمي هر هغه عمل چي د قاضيانو د ګوښه کيدو لامل وګرځي د دغه هيواد د اساسي قانون خلاف وبله او له حکومت څخه يي وغښتل ترڅو قاضيانو ته ليکلي تضمينونه ورکړي چي دوي به د کار څخه نه ګوښه کيږي.

خو د پاکستان دستر محکمي د قاضيانو د حقوقو د مدافع ټولني پخواني رييس

علي احمد کورد، د قضاء له نوموړي اقدام سره تفاهم نه لري:

« زه فکر کوم چي دا قهر او غوصي جنګ دي. زما په نظر قاضيانو بايد چي د شپي په مهال په ستري محکمي کي غونډه نه واي کړي».

په يوي تلويزيوني وينا کي، د پاکستان صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني، د يکشنبي په ورځ وويل چي د دولت د سازمانونو ترمنځ به کومه شخړه رامنځ ته رانشي. هغه زياته کړه دا چي قاضيانو د يوي اوازي پر اساس د حکومت پر خلاف اقدام وکړ، د ده حکومت ته توهين دي. ده ويلي دي چي قاضيان به له خپلو دندو څخه ګوښه نشي.

د پاکستان د ستري محکمي د قاضيانو د حقوقو د دفاع د ټولني رييس قاضي انور وويل چي په اوسني وخت کي قاضيان او مدافع کيلان د صدراعظم ګيلاني له ډاډ ورکولو څخه راضي ښکاري:

« قضايه قوا کوم سياسي ګوند نه دي. دغه قوا تاسو سره کوم مخالفت هم نلري. قاضيان به نه ستاسو څوکي خپله واخلي او نه هم د ستاسو د دندي څخه په ګوښه کيدو به دوي ته کومه ګټه ورسيږي.»

انتقاد کونکي په دي نظر دي چي د پاکستان قضاييه قوا له خپل حد څخه وتلي ده. سياسي مبصره «ماروي سيرمد» د د دغو انتقاد کونکو له جملي څخه ده:

« د پاکستان خلک په 2007 کال کي د قضا د احترام د ساتلو لپاره ولاړ شول او نړيوال د دي شاهدان ؤ. خو په دغه ډول سره چي اوس هغه خپل اختيارات تامينوي، د قضاييه قوي دکتاتوري ته ورته يو حالت دي!»

په پاکستان کي ورستي سياسي ډرامي په دغو شپو او ورځو کي د د دغه هيواد د سياست په صحنه کي د يو بل لوبغاړي نقش روښانه کړ.

سياسي مبصري ماروي سيرمد په دي اړه د پاکستان تلويزوني چينلونو ته ګوته ونيوله چي هغوي د حکومت او قاضيانو ترمنځ لانجه يي پرته له کوم اعتباري سنده څخه عنوان کړه:

« دا چي ولي ډله ايزو رسنيو دا کار وک د حيرانتيا خبره ده. زه غواړم ووايم چي دغه حالت د رسنيو په وسيله منځ ته راغلي دي. لا تر اوسه هم کوم ثبوت نه شته چي د صدراعظم د دفتر له خوا دي په دي اړه کومه اطلاعيه وړاندي شوي وي. هيڅوک نه شته چي د داسي يوي اطلاعيي کاپي دي ورسره وي يا د هغي متن. خو د دي سربيره رسنيو دغه خبر د 24 ساعتو نه د ډيري مودي لپاره خپور کړ.»

د همدي پيښو په پايله کي د پاکستان د پيپل يا د خلکو ګوند چي صدراعظم ګيلاني هغه پوره اړه لري، د رسنيو د يو ډلي سره چي «جنګ» نوميږي د خبرو کولو د تحريم اعلان کړي دي.

د پاکستان د خلکو د ګوند د اطلاعاتو مديري، فوزيه وهاب، ويلي دي تر هغو چي ژورنالستان د پاکستان د خلکو د ګوند پر ضد خپل کمپاين ختم نکړي، د دغه ګوند هيڅ يو چارواکي به د «جنګ» د ګروپ غړو رسنيوو سره مرکه ونکړي. د پاکستان تر ټولو مشهور تلويزيون، جيو تي وي Geo TV ، هم د «جنګ» په ډله کي شامل دي.

توماس بيرتلاين/ مسعود جهش

کتونکي: عبدالباري حکيم