1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د ناټو 35 لاريو او ټانکرونو ته اور اچول سوی دی

۱۳۸۹ مهر ۹, جمعه

پوليسو وويل ، دغو تقريباً 35 لاريو ته چي په افغانستان کې يې دمېشتو ناټو ځواکونو لپاره مواد بار کړي وه، نن جمعه دپاکستان په جنوب کې ورته د وسله والو کسانو لخوا اور اچول سوی د ی

https://p.dw.com/p/PRn0
انځور: Shakoor Raheem

دغسې بريدونه چې د متحده آيالتونو او ناټو تر مشرۍ لاندې د امنيتي ځواکونو پر اکمالاتي لاريو باندې صورت نيسي، ډېري کيږي . خو د نن ورځي بريد يوه ورځ وروسته له هغې کيږي چې پاکستان د دغسې اکمالاتي لاريو لپاره لارې تړلې دي . د بنديز علت دا دی چې د ناټو لخوا د پولې په پاکستاني غاړه هم هوايي بريدونه تر سره شوي دي چې درې تنو پاکستاني عسکرو پکښې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی .

«تقريبا شل بريدکونکو د راکټ اندازو او ټوپکونو په واسطه پر دغو لاريو باندي يو بريد وکړ . هغوی ۲۷ ټانکر لاريو ته اور هم ورته کړ چې هلته ولاړې وې.»

Nato Supply Depot attacked near Islamabad, Pakistan on 09 June 2010.
انځور: Shakoor Raheem

دغه خبره د يادې سيمې د پوليسو مشر عبدالحميد کهوسو وکړه . دغه بريد د پاکستان د سند ولايت په شکارپور کې تر سره شو او د چارواکو لخوا هم تاييد شوی دی .

پاکستاني چارواکو زياته کړه چې د افغانستان په لور غځېدلې د ناټو اکمالاتي لاره به تړلې پاته شي او لاريو ته به اجازه نه ورکول کيږي چې په دوهمه پر له پسې ورځ افغانستان ته ورننوزي.

د امنيتي چارو يوه مسوول په پېښور کې هم ومنله چې د لاريو تګ را تګ په دوهمه پر له پسې ورځ ځنډول شوی دی او هغوی ته کوم داسي امر نه دی شوی چې د ناټو د اکمالاتو لاره دې بيا پرانستل شي .

Soren Rasmussen Generalsekretär der Nato besucht Skopje
انځور: DW/Musliu

د ناټو لخوا ويل شوي دي چې الوتکې يې د ځان څخه د دفاع په موخه د پنج شنبې په ورځ د پاکستان هوايي حريم ته ورننوتلې وې او «يو څو تنه وسله وال کسان» يې وژلي دي، ځکه چې پيلوټانو داسې ګمان کړی ؤ، چې هغوی له ځمکې څخه ورباندې ډزې کړې وې .

دا په روانه اونۍ کې څلورم دا ډول يو بريد دی چې د ناټو د هليکوپټرو لخوا تر سره شو. دغه الوتکې د جنګياليو په تعقيب کې د پاکستان هوايي تحريم ته ورننوتلې وې . د پاکستان حکومت دغه کار غندلی دی او ويلي يې دي چې د کرم په اجنسۍ کې د تر سره شوي بريد په اړه به تحقيقات تر سره کړي .

آژانسونه / نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري