1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د ټوخي درملو انسانان وژلي دي

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه

په لاهور کي د ټوخي درملو د خوړلو له امله نوولس كسان مړه سوي دي او يو شمېر نور په روغتونونو کي بستر دي. تر دې دمخه هم په دغه ښار كي د زړه د ناروغۍ د درملو له امله ډيرو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى وو.

https://p.dw.com/p/16t1j
انځور: DW

(انځور په لاهور کي د يو بل روغتون دئ)

د لاهور روغتيايي چارواکي وايي، چي د (TYNO) په نوم د ټوخي شربتو له امله نوولس کاسن مړه سوي دي او يوشمېر نور په خراب حالت کي په روغتونونو کي بستر دي.

د لاهور په شاه دره ټاون سيمه كي، چي دغه پېښه پكښې رامنځته سوې ده په ميو روغتون كې د زاهد پروېز په نوم يو ډاكتر وايي، چي د ټاينو (TYNO) په نوم د ټوخي شربت د خوړلو له امله ډېرى كسان لا هم په تشويشي حالت کي په روغتون كي تر درملنې لاندي دي.

د پنجاب حكومت او د دغه ايالت د روغتيا ادارې تر پيښي وروسته د پلټني يو کمېسيون ټاکلی دی، چي دا و مومي چي څرنگه درمل په زهرو بدل سوي دي.

د دغه کمېسيون مشر زاهد پروېز وايي: «د زهري درملو د معلومولو له پاره د مړو سويو كسانو له معدو څخه د معاينې له پاره نمونې لابراتوار ته لېږل سوي دي، چي وښيي په يادو درملو كې څه ډول مواد كارول سوي دي.» هغه زياته کړې ده، چي مړو سويو كسانو د دغو درملو د اسعمال ترڅنگ نشيي مواد هم كارولي دي.

د لاهور ځايي پوليسو خبر وركړى دى، چي د دغه درملو د جوړولو كمپنۍ درې تنه كاركوونكي يې نيولي دي.
د لاهور ځايي پوليسو خبر وركړى دى، چي د دغه درملو د جوړولو كمپنۍ درې تنه كاركوونكي يې نيولي دي.انځور: Fotolia

د کمېسيون د لومړيو څېړنو پر اساس، درمل ځکه د مرگ سبب سوي دي چي مړو سويو كسانو تر خپلي اندازې پنځه سوه سلنه زيات درمل خوړلي دي.

دغه کمېسيون په پام كې لري، چي د درمل جوړولو د هغو کمپنيو پلټنه هم وکړي، چي له روغتيا وزارت سره راجستر نه دي او درمل پلوري.

له دغه درمل څخه متاثره سوی يو تن چي اوس د لاهور ښار په يوه روغتون کي پروت دی، رسنيو ته ويلي دي، چي له دغه درملو خوړلو سره به يې ذهني سكون ترلاسه كاوه، ځكه خو به يې په يو وخت پوره بوتل پر سر واړاوه.

د لاهور ځايي پوليسو خبر وركړى دى، چي د دغه درملو د جوړولو كمپنۍ درې تنه كاركوونكي يې نيولي دي چې تر پوښتنو گروېږنو لاندي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي څه موده وړاندي د پاكستان په لاهور ښار كې د روغتيا په يوه اداره (انستيتيوت اف كارډيالوجي) كې چې د زړه د ناروغيو درملنه پكښې كېږي د غلطو درملو له امله ډېرو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى وو.

په پاكستان كې د اى اين پي خبري آژانس خبريال سيد كليم الله وايي، چي په پاكستان كي د درملو معيار ورځ تر بلي خرابېږي. د هغه په خبره په پاكستان كي ډيري داسي کارخاني سته چي په ډير کښته کيفيته سره درمل جوړوي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل