1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د پنجابي طالبانو فعاليتونه

۱۳۸۸ آبان ۱, جمعه

که څه هم د پاکستان حکومتي او ا ستخباراتي کړيو تر ډيري پوري ددې خبري څخه انکار کوی، چي د صو به سرحد او قبايلي سيمو څخه پرته د پا کستا ن په نورو سيمو کي هم پا کستاني طا لبان په پراخه کچه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي...

https://p.dw.com/p/KDlj
د2008 کال د يوې ا حصايې له مخه يواځي د جنوبي پنجاب په Bahawalpur ضلع کښي څه نا څه 1383 مدرسې دي
د2008 کال د يوې ا حصايې له مخه يواځي د جنوبي پنجاب په Bahawalpur ضلع کښي څه نا څه 1383 مدرسې ديانځور: AP

خو د ترهګرۍ د تيرو شوو پيښو،چي په آسلام آباد، راولپنډي او لاهور کي شوي دي دا خبره ثبوت ته رسوي، چي د پنجابي طالبانو اصطلاح نه يواځي يوه ريښتنې خبره ده، بلکه حقيقت دى چي جرړي يې په افغانستان کي د طالبانو د واکدارۍ نه هم و ړاندي وختونو ته رسيږي.

ځيني څېړونکي يې د کال 1988-1989 د خوست په نيونه اوځني نوري د1990 لسيزي په نيمايي کښي د HARKAT UL JEHAD-AL- ISLAM

نومي ډلي د مشر قاري سيف الله ا ختر د طالبانو د مشر ملاعمرسره په يوځای کيدلوکښي ويني.

په دا سي حا ل کي چي د پنجابي طالبانو موضوع د ډيري مودې راهيسي ياديږي خو د پنجاب حکومت يې تر اوسه نه مني. ولي دوی د پنجاب په جنوبي سيمو کښي د ډير وخت راهيسي په خپلو فعاليتونو بوخت دي.

د بيلا بيلو رپورټونو له مخه دغه وروسته پاته سيمه د جهادي ډلو مرکز دی، چي څلور جهادي ډلي هم په دغه خاوره کښي مرکز ونه لري، چي هغه سپاه صحابه ،لښکر جهنگوى، جيش محمد او لښکر طيبه دي، چي د يو اټکل له مخه اوس هم د 5000 نه تر 9000 پوري جنګيالي په وز يرستان او افغانستان کښي په جګړوبوخت دي.

د پاکستان د يوې رسمي ادارېNational Counter Terrorism Authority د مشر طارق پرويز د معلوماتو سره سم جنوبي پنجاب نه يوازي ترهګرو ته خلک ورکړي، بلکه په پلانونو کښ هم ستره ونډه لري، چي پيسې يې القاعدې په غاړه اخستي دي.

د2008 کال د يوې ا حصايې له مخه يواځي د جنوبي پنجاب په Bahawalpur ضلع کښي څه نا څه 1383 مدرسې دي، چي84,000 طا لبان پکښي سبق وايي هم داشان په رحيم يار خان کي 559 ،Bahawalpur کښي481 اوBahawalnagar کي 310 مدرسې دي، چي په ټول پنجاب کښي د مدرسو شمېر 3153 اټکل کيږي، او په ټول پاکستان کښي څه نا څه يومليون طالبان په مد رسوکښي درس وايي.

نوکه ديوې خوا جنوبي پنجاب وروسته پاته اوبې وزله دى نوبل اړخته داستر

ستراتژيکي اهميت لري. دا د پاکستان هغه سيمه ده، چي د صوبه سرحد، سند ه، بلوچستان ، او د قباييلي سيمو وزيرستان سره هم نښتې ده او ځیني سيمي اوس هم داسي دي، چي هم پوليس او هم حکومتي واکداران د تګ څخه ډډه کوي.

د دهغه سيمى د جهادي قومندانا نو ليست اوږد دى خو بيا هم څو نومونه

هر وخت په ګوته کيږي. وژل شوی رياض بصره، چي په خوست کښي د روزني مرکز درلود هم دا ډول عمر اقدس ، قاري ياسين ،قاري ‌‌ظفر او امجد فاروقي، چي دده تر نامه لاندي اوس هم د پنجابي طالبانو يوه ډله د ترهګرۍ په پيښوکي ککړدي، چي يوه بېلګه يې د راولپنډۍ د پوځ پر مرکزباندي بريد کښي نيول شوى محمد عقيل، چي د ډاکټرعثمان په نامه يا د يږي هم د دغه ډلي غړى ياديږي.

نو آيا په راتلونکي کښي به دوی بې ځواکه سي او که نه، نور به غښتلي او خپلي اغيزي پراخه کړي دا به وخت وښيي.

ډاکټر شاجهان/ پېښور

کتونکی. زيارمل