1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د کډوالو د نوم ثبتولو پروسه پيليږي

فريدالله خان/ برېښنا صابر۱۳۹۴ مرداد ۶, سه‌شنبه

په پاکستان کي به د افغان کډوالو د نوم ثبتولو پروسه په اگست میاشت کې پیل شي. دغه پروسه به د پاکستان د نوم ثبتولو ادارې «نادرا»، د ایالتونو او قبایلو چارو وزارت، افغان کمشنرۍ او د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ وشي.

https://p.dw.com/p/1G6AJ
Afghanistan - Flüchtlinge
انځور: Majeed/AFP/Getty Images

د چارواکو په حواله پر دې پروسه به ۵۰۰ ميلیونه کلداري مصرف راسي چې د پاکستان حکومت به يې ورکړي. ويل شوي دي چې دا پروسه به د راتلونکي کال تر جنورۍ مياشتي پوري بشپړه شي.

د دې پروسې په ترڅ کې به په پاکستان کې په غیر قانوني توگه د میشتو افغان مهاجرو نومونه ثبت شي او دوی ته به شاخته پاسونه ورکړل شي. په لومړي سر کې په پاکستان کې د میشتو ۱۰ لکه افغانانو د نوم ثبتولو هدف ټاکل شوی دی.

د مگړۍ په پاکستان کې تر۱،۷ ميلیونو زیات افغان کډوال ژوند کوي. په پاکستان کې د افغان کمیشنرۍ مشر وقار معروف له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د نوم ثبتولو دغه پروسه د نادرا او ایالتونو او قبابلي سیمو وزارت په همکارۍ پيلیږي. دواړه نهادونه سره په تماس کې دي خو تر اوسه د حکومت له خوا دوی ته د دې پروسه له پاره اړینه بودجه نه ده سپارل شوې. خو په پام کې ده چې د نوم ثبتولو پروسه به د راتلونکي میاشتي په پيل کې پیل شي.» هغه زياته کړه، چې د افغان مهاجرو د دقیق شمیر په اړه تر اوسه څه نه شي ويلای ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغانانو تگ راتگ بهير تل روان وي.

تر دې د مخه په پاکستان کې افغان کډوالو ته موقتي کارتونه وکړل شوي ول، چې د دغه کارتونو موده د روان کال د دسمبر مياشتي تر۳۱ نېټې پوري پای ته رسیږي.

په ټول پاکستان کې به د غیر قانوني افغان کډوالو د نومونو ثبتولو په موخه ۲۱ مرکزونه پرانيستل شي چې۱۱ به يې په خیبر پښتونخوا کې وي. د دې پروسې هدف په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشپړ شمېر معلومول دي.

د افغانستان د حکومت او په پاکستان کې د افغان کمېشنرۍ تر تصدیق وروسته به په څلوېښتو ورځو کې پاکستان مېشتو افغانانو ته افغانۍ تذکرې ورکړل شي. د تذکرو تر ترلاسه کولو وروسته به افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدو له پاره ویزې ته اړتیا ولري.

له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال
له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوالانځور: Reuters/F. Aziz

په پاکستان کې د افغانستان د چارو کارپوه گوهر علي خان د مهاجرو د ثبتولو د دې پروسې په اړه وویل: «په غیر قانوني توگه میشت کډوال دلته د ډیرو ستونزو سبب گرځي. ځکه نو د دوی د ثبتولو پروسه پیل کيږي. د افغان کډوالو په اړه د بشپړو شمیرو له ترلاسه کولو وروسته به په دوهم پړاو کې د دوی بیرته لیږدول پیل شي.»

هغه زیاته کړه چې د دې پروسې په ترڅ کې به ډیر افغان وگړي نوم ثبتولو ته حاضر شي، ځکه اوس په پاکستان کې په غیر قانوني توگه اوسیدونکي له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

له یوې خوا که غیر قانوني مهاجر بیرته لیږدول کیږي، له بلي خوا د هغو پاکستانیانو پر ضد هم جدي اقدامات پيل شوي چې له دې کډوالو سره د پاکستاني شناخته کارت په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

په عین حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د هغو۱۸۰۰ چارواکو او پارلماني استازو د نومونو لیست لیږلی دی چې د پاکستاني شناخته کارت د ترلاسه کولو له پاره يې د افغانانو د اسنادو تصدیق کړی دی. پولیسو تر اوسه په لسونو دغه کسان نیولي دي.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي مرسته بيرته خپل هيواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ هم دوام لري او سږ کال دا پروسه یو څه کړندۍ شوې ده.

په روان میلادي کال کې تر اوسه پوري۵۰ زره افغانان په خپله خوښه بیرته خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب