1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د CIA بندي مامور د پيسو په بدل کي خوشي سو

۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبه

چارواکي وايي چي دCIA اجير مامور څوک چي د دوو پاکستاني وګړو په وژنه تورن وو، تر هغي وروسته خوشي سوی چي د وژل سوو کسانو کورنيو د پيسو په بدل کي بخښلی دی.

https://p.dw.com/p/R9n1
ريمنډ ډيوس د ای اس ای او پوليسو په منځ کښي
ريمنډ ډيوس د ای اس ای او پوليسو په منځ کښيانځور: picture alliance/dpa

ريمنډ ډيوس د جنورۍ د مياشتي د ۲۷ نېټې را په ديخوا په زندان کي وو، دده د نيوني څخه وروسته د امريکا او پاکستان اړيکي ډيري ترينګلي سوي وې.

د پنجاب د عدليي وزير رانا ثناء الله وويل چي نن د چهارشنبې په ورځ لومړی هغه په محکمه کي د دوو کسانو په وژنه تورن سو چي بيا وروسته د وژل سوو کسانو کورنيو د پيسو په بدل کي و بخښی.

د لکپت کوټ د زندان سرپرست چوهدري مشتاق وويل، چي ډيوس د امريکايي قونسلګرۍ چارواکو ته ورسپارل سوی دی.

خو د بلي خو د وژل سوو کسانو مدافع وکيل اسد منطور وايي چي د چارواکو لخوا د وژل سوو کسانو په کورنيو باندي دا پريکړه په زور منل سوي.

هغه زياته کړې چي تيره شپه چارواکو د وژل سوو کسانو د کورنيو ‎‎‎‎‎‎څه کسان د ځان سره برمته کړي ول.

د وژل سوي کس فهيم ورور عمران حيدر تر نن ( چهارشنبي) سهاره پر دې خبره ټينګ ولاړ وو چي موږ د پيسو په مقابل کي هيڅ ډول جوړ جاړي ته تيار نه يو.

د پاکستان د سماء تلويزون په يو خبر کي ويلي چي، د وژل سوو کسانو کورنيو ته ۴،۳۵ ميلونو ډالره تاوان ورکړل سوی، او د کورنيو ځينو کسانو ته يې د امريکا ويزې ورکړي دي.

د جيو تلويزون خبر ورکوي چي، ډيوس د پاکستان څخه د يوې امريکايي الوتکي په واسطه په افغانستان کښي د بګرام د هوايي اډې پر لور الوتی دی.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل