1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي نوی صدراعظم ونومول سو

۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15J0i

په پاکستان کي د دغه هیواد د عالي قضايي مقام له خوا د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني تر ناڅاپي بې صلاحیته کولو وروسته ، اوس د هغه ګوند یو نوی کس ددغي چوکۍ له پاره نومولی دئ. لکه څرنگه چي پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ ویلي ول، ښايي د ګیلاني ځای ناستی مخدوم شهاب الدین سي. شهاب الدین د پاکستان د خلق په نامه ګوند پخوانی غړی دئ او د نویمو کلونو په سر کي د بې نظیر بوتو د کابینې غړی هم وو. ویل کیږي چي دی به د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان له خوا د صدراعظم په حیث وټاکل سي. شهاب الدین هم لکه ګیلاني د پنجاب له ایالت څخه دئ. په دغه ايالت کي سیاست او مذهب تسلط لري.