1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي کوم جرمونه د اعدام سبب گرځي؟

۱۳۹۴ شهریور ۱۸, چهارشنبه

پاکستان څو کاله هیڅوک اعدام نه کړ، خو د پښور پر یوه ښوونځي د یاغیانو تر برید وروسته چې ۱۵۰ کسان یې ووژل، د اعدام سزا بیا پیل شوه. په دغه هیواد اوس ډیر اعدامونه کیږي. خو پاکستان کوم مجرمان اعداموي؟

https://p.dw.com/p/1GTXX
انځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د بشري حقونو فعالان وایي چې د تیر کال له دسمبر میاشتي راهیسې پاکستان ټول ټال ۲۲۶ کسان اعدام کړي دي خو د هغوی په هرو لسو کسانو کې یوازي یو یې په ترهګری تورن وو او پاته نور کسان د نورو جرمونو له کبله اعدام شول.

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د اعدامونو په اړه له خبرو کلولو څخه ډډه کوي، ځيني فعالان بیا په دې اړه پوښتنې رامنځ ته کوي چې آیا دغه سزاوي په رښتیا سره هم د تاوتریخوالي د کمښت له پاره یوه مؤثره وسیله ده او که نه؟

کارپوه حسن اشکاري رضوي وایي: «تاسو [د اعدامونو له لاري] هغه یاغیان نه شۍ ډارولای چې د یوه هدف له پاره وژل کیدو ته چمتو دي.»

پاکستان په ۲۰۰۶م کال کې د بشري حقونو سازمانونو تر فشار لاندي اعدامونه بند کړل. په ۲۰۰۸م کال کې د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې په پاکستان کې ۷۰۰۰ کسان د اعدام له سزا سره مخامخ ول او په همدې کال کې ۳۶ تنه اعدام شوي هم ول. په ۲۰۰۶م کال کې بیا ۸۵، په ۲۰۰۵م کې ۵۲ او په ۲۰۰۴م کال کې ۲۴ کسان اعدام شوي ول.

چارواکو پر دې موضوع باندې بحثونه وکړل چې په پاکستان کې د اعدا په سزا محکومو کسانو سزا عمر قید ته راکښته کړي، خو دا پلان هیڅ وخت عملي نه شو.

تر ۲۰۰۸م کال وروسته پاکستان یوازې په ۲۰۱۲م کال کې یو عسکر د قتل په تور اعدام کړ. که څه هم په دې موده کې یاغیانو ډیر بریدونه وکړل خو په پاکستان کې د اعدام سزا د بیا پیلیدو غوښتنه قوی نه شوه. هر څخه د تیر کال دسمبر میاشتې د ۲۱ نیټې تر برید وروسته بدل شول چې یاغیانو د یوه ښوونځي ۱۵۰ زده کوونکي ووژل.

تر دغه بریدونو لږ وروسته دوه تنه د ترهګري په تور اعدام شول. پاکستان له دې نیټې وروسته د اعدامونو لړۍ پیل کړه او تر اوسه پورې یې ۲۳ کسان د ترهګرۍ په تور اعدام کړي دي. خو په دې موده کې د اعدام شویو کسانو شمیر تر دې ډیر لوړ دی او نور اعدام شوي وګړي بیا په ترهګرۍ تورن هم نه دي.

خو پر دغو اندیښنو سربیره اوس هم ډیر پاکستانیان د اعدام سزا ملاتړ کوي. په اسلام آباد کې یو ټکسي چلوونکی اشفاق احمد وایي: «زه فکر کوم چې ترهګر باید په عام محضر کې په هغه شکل چې دوی خلک وژني ووژل شي. که هغوی خلک په وسلو وژني نو دوی هم باید په وسلو ووژل شي.»

خو د اعدامونو د کچې لوړیدل د زهرا یوسف په څیر مدني فعالان په اندیښنه کوي. پر دې سربیره په دې اړه هم اندیښنې موجودې دي چې تر کومو شرایطو لاندې په اعدام له محکومو کسانو څخه اعترافونه اخیستل کیږي.

یوسف وایي چې که څه هم په پاکستان کې د اعدامونو د ترسره کیدو غوښتنه موجود ده خو بیا هم د دغې جزا له ترسره کیدو سره د ترهګری او تاوتریخوالې پیښې نه دي کمې شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب