1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي ۱۳ تنه سرتيري وژل سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۶, سه‌شنبه

پاکستاني پوځ ویلي دي، چي هغو یاغیانو چي له افغانستان څخه ور اوښتي ول، ۱۳ پاکستاني پوځیان وژلي دي، چي د هغوی له ډلي څخه ئې د اوو تنو سرونه پرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/15LLo
انځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان نوي لومړي وزیر ویلي دي، چي په دې هکله به افغان ولسمشر ته اعتراض وکړي.

پاکستان ویلي دي چي طالبان د افغانستان ځیني برخي د خپلو پټنځایونو په توگه کاروي او بیا له دغو ځایونو څخه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

په دې سره پاکستان، د متحده ایالاتو او ناټو و هغو نیوکو ته جواب پیدا کوي، چي وایي، په افغانستان کي د ډيرو بریدونو تر شا هغه یاغیان لاس لري، چي په پاکستان کې پټنځایونه لري.

پاکستاني پوځي چارواکو ویلي دي، چي یاغیان د یکشنبې په شپه له افغانستان څخه پاکستان ته ورواوښتل او د «لوړدیر» په سیمه کې ئې له پاکستاني ځواکونو سره چې په گزمه بوخت ول جگړه پیل کړه.

چارواکو ویلي دي، چې په همدې شپه شپږ سرتیري وژل شوي ول. هغوی زیاته کړې ده چي یاغیانو له ځان سره اووه سرتیري بیولي ول چي وروسته ئې بیا د هغوی سرونه پرې کړي ول.

دغه پاکستاني پوځي چارواکي وایي چي لا تر اوسه پوري هم څلور سرتیري ورک دي. د پاکستان د پوځ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کي راغلي دي، چي په دې نښته کي ۱۴ یاغیان هم وژل شوي دي.

تر دې پېښي وروسته د پاکستان نوي لومړي وزیر راجه پرویز، ویلي دي چي هغه به په مستقیمه توگه ولسمشر کرزي ته شکایت وکړي: «موږ د دې پېښي پر وړاندي شدید اعتراض کړی دئ او زه به خپل اعتراض ته دوام ورکړم. زه به له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړم، انشاالله.»

پاکستاني طالبانو هم په یوه بیانیه کې ویلي دي، چي هغوی د پاکستاني پوځ پر وړاندي یو لړ بریدونه تر سره کړي دي، خو په بیانیه کي دا خبره نه ده څرگنده شوې، چي ایا هغوی له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتي دي او که نه.

په بیانيه کي همداراز زیاته شوې ده چي پاکستاني پوځ د یاغیانو د تلفاتو په اړه غلط معلومات ورکړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د دوشنبې په ورځ ناوخته طالبانو د کراچۍ په ښار کي د «اج» د تلویزیون پر دفتر باندي فيرونه وکړل، چي یو ساتونکی او د دې تلویزیون یو کارکوونکی پکښي ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چي ځکه ئې دغه برید کړی دئ، چي دې تلویزیون د «لوړدیر» په اړه د طالبانو ادعا نه ده خپره کړې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل