1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کښي د ترهګرۍ ضد مبارزې پاي نه ليدل کيږي

۱۳۸۷ شهریور ۴, دوشنبه

د پاکستان د يوه ښايسته او نامتو استراحت ځای سوات خاموشي او کراري د ماشين ګڼو په ډزو ناکراره سوې ده

https://p.dw.com/p/F4Tw
د سرحد پاکستانۍ خواته د خرابيو او بمباريو يوه ګوښه
د سرحد پاکستانۍ خواته د خرابيو او بمباريو يوه ګوښهانځور: AP

د سوات درې ته پاکستانی اطريش هم ويل کيږي، ولي چي پدغه ځای کښي چي سترګي ديد کوي نو شنې غونډۍ او د طبيعت ښايسته منظرې تر سترګو کيږي . خوپه دغه دره کي هم د پاکستان د نوروسرحدي سيمو په ډول د اونيو راهيسي جګړه روانه ده .

ددغه ځای يو اوسيدونکی وايي ،چي:« په کم ځای کي چي زه اوسېږم هلته جنګي الوتکي بمبارۍ کوي ،چي په هغه کښي ډیر کورونه نړيدلي دي . وضع ډېره خرابه ده. کوچنيان، ښځي او څاروی د جګړې قربانيان دي .موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چي زموږ په سيمه کي بېرته ثبات او ټيکاو راولي .»

تاسو د يوه داسي ځايي اولسي کس خبري واورېدې چي د خپل کور پرېښودلو ته اړسوی دی او په يوه کمپ کي ژوند کوي . په تيرو اونيو کي تر سلو زرو زيات انسانان د خپلو کورو پرېښودلو ته اړ سوي دي ،تر څو د يوې خواد حکومت د عملياتو او د بلي خوا دتندلارو د ډار اچونې څخه ځانونه وژغورلای سي. په زرګونو انسانان د امنيت په تلاش کي سرګردانه دي.

د پاکستاني طالبانو د يوې ډلي جنګيالی
د پاکستاني طالبانو د يوې ډلي جنګيالیانځور: AP

يوه ښځه وايي:«طالبانو زموږ په سيمه کي د پوليسو ديوې قومندانۍ تر څنګ يو حکومتي مکتب هم له منځه يووړی . پاکستانی پوځ په درنو وسلو سره پدغه سيمه کي ځای پر ځای دی ،او د لاډیرو عملياتود بيري خلګ د سيمي څخه په تېښته کي دي .»

دپاکستان حکومت د ځايي طالبانو سره په جګړه بوخت دی او کوښښ کوي چي دغه ناکراره سيمه بېرته کاملأ تر خپلې ولکې لاندي راولي. د پاکستان د پوځ یو پخوانی جنرال طلعت مسعود چي اوس د يوه منلي سياسي څېړونکي په سترګه ورته کتل کيږي ، وايي چي جنګ يوازنۍ لاره نده، خو دپاکستان حکومت بېله جګړې هم خپل هدفونه پر مخ نسي بيولای،دی وايي:«موږ نور څه کولای سو؟ ايا موږ د قاتيلينو پر خوا درېدل غواړو او که د مقتولينو؟ دا د حکومت مهمه وظيفه ده چي خلکو ته ثبات راولي. دپاکستان خلګ بايد پدې ځان پوه کي چي دغه فوځي عمليات نه د ورځو خبره ده او نه هم د اونيو او مياشتو.»

طالبان د پوځي عملياتو جواب په ترهګرۍ او بېري اچولوسره ورکوي چي کارپوهان ورته د ناانډولۍ د جګړې نوم ورکوي . چي په ترڅ کي يې طالبان د پاکستان پر فوځي تأسيساتو ځانمرګي بريدونه تر سره کوي .مثلأ د اسلام آباد په دېرش کلوميترۍ کي د وسلو پر فابريکو ځانمرګي بريدونو .

د پيپلز ګوند مشرف آصف زرداري او د مسلم ليک ګوند مشر نواز شريف حيران پاته دي چي څه وکړي
د پيپلز ګوند مشرف آصف زرداري او د مسلم ليک ګوند مشر نواز شريف حيران پاته دي چي څه وکړيانځور: picture-alliance/ dpa

ددې معلومول مشکله خبره ده چي د کم بريد تر شا څوک ولاړ دی، خو داڅرګنده ده چي د بريدونو قربانيان ولسي خلګ دي. طالبان د بيري اچولو تاکتيک په کار اچوي چي د حکومت سره يې سم جواب نسته.

د پاکستان دايتلافي حکومت په ګوندونو کي هم ږغي نسته. د مشرف تر استعفی وروسته د پيپلز ګوند او د مسلم ليګ ګوند تر اوسه د شفاف سياست او تګلارې په منځ ته راوړو کي پاته راغلي دي.

طلعت مسعود وايي:«مشکل دادی چي د حکومت مشرتابه په خپل منځي ستونزو اخته ده.دحکومت د نه هم ږغۍ او غېرشفافه سياست څخه تند لاري پوره ګټه اخلي .»