1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې افغان کډوالو ته ضرب الاجل وټاکل شو

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

پاکستان یو وار بیا هغو افغان کډوالو ته چې په دې هیواد کې د اوسیدو قانوني سندونه نه لري، خبرداری ورکړی دئ چې تر جولاۍ وروسته له دغه ملکه خپلي کډي بار کړي.

https://p.dw.com/p/1578A
انځور: AP

د دغه ضرب الاجل پر سر د افغانستان د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري، هم له پاکستاني لوري سره هوکړه کړي ده. د پاکستان حکومت د هیواد دننه په ورستیو نا امنیو کې د افغانانو لاس لرل، خپل کورني امنیت ته جدي ننګونه بللي ده.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک یو شمیر پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې افغان کډوال د دوی د ملک په ورستیو نا امنیو کې لوی لاس لري. نوموړي خپلو کورنیو ادارو ته دستور ورکړی دئ تر څو هغه افغانان ونیسي او له دغه هیواد څخه ئې وباسي کوم چې دغلته د اوسیدو قانوني سندونه نه لري.

خو د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا د پاکستان دغه کار د ټولو قوانینو خلاف بولي. د هغوی په آند ډيری ترهګر د پاکستان په خاوره کې روزل کیږي او نه یوازي داچې خپل ملک ته ګواښونه پیښوې بلکې د پولې لره غاړه ئې هم نا امنه کړي ده .

د ولسي جرګې غړی حاجي فرهاد وایي پاکستان له افغان کډوالو څخه د افغان حکومت او نړیوالو متحدینو پر وړاندي د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي: «د ترهګرۍ مرکز پاکستان دئ، هغه کسان چې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو لاس پوري کوي هغه کسان دي چې پخپله پاکستان کې روزل کیږي او بیا د همدې هیواد پر ضد په ترهګریزو بریدونو لاس پوري کوي.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمشنرۍ UNHCR ویاند وایې د پاکستان دغه خبرداری هغو افغانانو ته مخامخ دئ کوم چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي.

د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد وایی که څه هم د ملګرو ملتونو، پاکستان او افغانستان تر منځ په پاکستان کې د افغان کډوالو په باب یو درې اړخیز کمیسیون له څو کلونو راهیسي کار کوي خو دغه کمیسیون یوازې د هغو افغانانو د ستونزو دهوارولو توان لري کوم چې په پاکستان کې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

«د ملګرو ملتونو د کډوالوچارو کمشنري په پاکستان کې د هغو افغانانو په اړه هیڅ راز مسئولیت نه لري کوم چې د اقتصادي لاملونو له کبله دغه ملک ته کډه کیږي او یا هم په هغه هیواد کې د اوسیدو له پاره قانوني مدارک په لاس کې نه لري.»

که څه هم د نوي حکومت له جوړیدو راهیسې په سلونو زره افغانان د پاکستان په ګډون د نړۍ له یو شمیر ملکونو بیرته خپل ټاټوبي ته را ستانه سول خو رسمي شمیري ښیې چې لا هم څه باندي یو ملیون افغانان د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې ژوند کوي.

ډیری دغه افغانان د خیبر پښتونخواه په پیښور او د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې میشت دي.

له تیرو لسو کلونو راهیسي کابل اواسلام اباد څو څو وارې یو او بل د خپلو هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنو په تور تورن کړي دي.

دغو تورنو په ځینو مواردو کې د دغو دوو ګاونډیانو اړیکې خړي کړي دي او پاکستان وخت ناوخته د افغان کډوالو د ایستلو مسئله را مخي ته کړي ده چې ځیني وختونه د نړیوالي ټولني او د ملګرو ملتونو د سازمان له کلکو نیوکو سره مخ شوي ده.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض