1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې تر ۲۲ میلیونه ډیر ماشومان ښوونځي ته نه ځي

۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبه

په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې په پاکستان کې د پنځو او۱۶ کلونو ترمنځ ۴۵ سلنه ماشومان ښوونځي ته نه ځي. گومان کيږي چي دليل به يې اوږده جگړه او اقتصادي ستونزي وي.

https://p.dw.com/p/2YswA
Schule in Balutschistan
انځور: DW/A. G. Kakar

د پاکستان له ۵۱،۲ میلیونه ماشومانو څخه لږ تر لږه ۲۲،۶ میلیونه یې په ښوونځیو کې زده کړي نه کوي. دغه موضوع د پاکستان د زده کړو وزارت په یوه رپوټ کې راغلې ده.

په رپوټ کې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په اړه دی، د دې ستونزې د لاملونو په اړه څه نه دي ویل شوي. خو د رپوټ یوه لیکونکي ناصر امین، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ښايي د دې تر شا اوږده جګړه او اقتصادي ستونزي وي. امین وویل: «دا یوه ډیره د پام وړ موضوع ده، ځکه په وروستیو کلونو کې د امنیت له ښه کیدو او اقتصادي ودې له کبله په ښوونځيو کې د زده کوونکو د شاملیدو کچه لوړه شوې ده.»

دغه شمیر په ۲۰۱۲ کال کې ۲۶ میلیونه وو، خو داسې ښکاري چې په پاکستان کې په نسبې توګه د امنیت له ښه کیدو سره ښوونځي ته د تلونکو زده کوونکو شمیر هم لوړ شوی دی. اټکل شوی دی چې د روان مالي کال له پای ته رسیدو سره د پاکستان اقتصاد هم پنځه سلنه وده وکړي.

په رپوټ کې راغلي دي چې اوس په پاکستان کې تر۱۲میلیونو ډیري نجوني او تر ۱۰ میلیونه زيات هلکان ښوونځي ته نه ځي.

د بلوچستان ایالات چې له افغانستان او ایران سره پوله لري، تر ټولو ډیر ښوونځي ته نه تلونکي ماشومان لري. په دې سیمه کې چې له کلونو راهیسې جګړه روانه ده، ۷۰ سلنه ماشومان ښوونځيو ته له تگه بې برخي دي.

د پاکستان او افغانستان پولي ته نزدې د قبایلي سیمو لږ تر لږه ۵۸ سلنه ماشومان هم له ښوونځي ليري دي. امین وایي: «داسې ښکاري چې په ښوونځي کې د ټولو ماشومانو د شاملیدو له پاره موږ ډیر وخت او کار ته اړتیا لرو.»

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: