1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د افغان مهاجرو د پاتېدو موده غځول کیږي؟

عصمت جبين/ اسلام آباد۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبه

په پاکستان کې میشتو یو نیم میلیون راجستر شوو افغانانو ته د ورکړل شوو کارتونو موده د جون میاشتې پر دېرشمه نېټه پای ته رسیږي. خو د پاکستان حکومت د دغې نېټې د تمدیدولو په هکله کومه پریکړه نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/1J9lT
انځور: Abdur Rashid

په پاکستان کې میشتو افغانانو ته ورکړل شوي «پروف آف رجسټریشن» کارتونو د نیټې ختمیدو ته تر دوو اونیو کم وخت پاته دی. که چیري پاکستان د دغه قانوني اسنادو موده و نه غځوي نو د دغو مهاجرو قانوني حیثیت به غیر قانوني شي. خو پاکستان چې له ډیري مودې راهیسې غواړي افغانان خپل اصلي ټاټوبي ته وروگرځي لا تر اوسه په دې هکله کومه پریکړه نه ده کړې.

د مودې د غځیدو اعلان لا نه دی شوی

په دې هکله په اسلام آباد کې د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو ان اچ سي آر) ویاند دنیا اسلم خان له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «لا تر اوسه د پاکستان د حکومت له لوري د نوي پالیسۍ په توگه کوم ځواب نه دی تر لاسه شوی. له دې کبله د دوه کلن پلان لنډیز له شپږو میاشتو راهیسې د کابینې په دارلانشا کې تر غور لاندي دی.»

د دنیا اسلم خان په خبره هیڅوک په دې نه پوهیږي چې د پاکستان کابینه به افغان مهاجرو ته د ورکړل شوو کارتونو موده څه وخت وغځوي. خو هغه هیله څرگنده کړه چي که چیرې د اوږدې مودې کوم پلان ژر جوړ نه شي نو ښایي پاکستان به د دغو کارتونو موده د لنډ وخت له پاره تمدید کړي.

UNHCR Pakistan Dunya Aslam Khan
انځور: Dunya Aslam Khan

د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د ویاند د معلوماتو له مخې: «راجستر شوو افغان مهاجرنیو ته د پروف آف رجسټریشن کارتونه په لومړي وار د ۲۰۱۵م کال په وروستیو او د ۲۰۰۶م کال په سر کې د نادرا [د احوالو ثبت اداره] په مرسته اجرا شوي ول. تر هغې وروسته تر اوسه د دغو کارتونو موده غځول کیږي.»

تر دې د مخه د ۲۰۱۵م کال د دسمبر میاشتي پر ۳۱ نیټه په پاکستان کې میشتو د افغان مهاجرینو د قانوني مودې وخت پای ته رسیدلی وو خو بیا دغه نیټه د شپږو میاشتو له پاره وغځول شوه.

د حکومتي سرچینو په حواله د دغې مودې په ختمیدو سره هم مرکزي حکومت د کوم واضحه پروگرام په پلي کولو نه دی توانیدلی. ویل کیږي چې د راجستر شوو افغان مهاجرو تر څنگ په پاکستان کې شا او خوا یو نیم میلیون نور افغانان هم اوسیږي چې راجستر شوي نه دي.

د افغان مهاجرو له پاره د پاکستان عالي کمیشنر ډاکټر عمران زیب له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د دغې مودې د غځولو پریکړه د لومړي وزیر په مشرۍ کیږي.

د هغه په خبره دا وخت نواز شریف له هیواد څخه د باندې دی او دوی د مهاجرو د نیټې د غځولو په هکله مکتوب د صدرات مقام ته استولی دی. هغه هیله څرگنده کړه چې لږ تر لږه د شپږو میاشتو له پاره ښايي دغه نیټه تمدید شي.

ډاکټر عمران زیب د دې پوښتني په جواب کي چي که چیرې دغه نیټه تمدید نه شي نو څه به کیږي او ولې د دغې ستونزې کوم اساسي حل نه لټول کیږي؟ وویل: «دا فکر کول مشکل دي چې د پاکستان حکومت دې د مهاجرو د پاتېدو موده بیخې تمدید نه کړي. دا ځکه چې تر هغه وخته چې د افغانستان په حالت کې ښه والی نه راځي، نو پاکستان به له دغې ستونزې سره مخامخ وي.»

هغه زياته کړه چې که چیرې ځمکني حقایقو ته سړی نظر واچوي نو د دغه ستونزې کوم عاجل حل امکان نه لري: «افغان مهاجرین په زوره نه شي ایستل کیدای. حکومت خپل پوره کوښښ کوي چې د دغې ستونزي کوم مستقل حل راوباسي. له دې کبله د کورنیو چارو وزارت او د ایالتونو تر منځ مشورې کیږي. پاکستان څه کولای شي، په دې باندي د پوهیدو له پاره موږ باید لا انتظار وباسو.»

«څوک کار نه راکوي»

د کونړ ولایت عبدالرشید هم یو راجستر شوی افغان مهاجر دی چې په پیښور کې اوسیږي. هغه له دویچه ویله سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي دي چې دی دیرش کاله عمر لري او په پاکستان کې زیږیدلی دی. د هغه په خبره هم دلته را لوی شوی دی، زده کړې یې کړي دي او اوس د میوې په منډي کې کار کوي. د هغه په خبره پاکستان هم ورته خپل وطن ښکاري، نو اوس څرنگه هر څه پریږدي او افغانستان ته ولاړ شي.

عبدالرشید دا گیله هم وکړه چې په پیښور کې یې د انجنیرۍ په څانگه کې تخنکي دیپلوم تر لاسه کړی دی خو څوک کار نه ورکوي: «ما ته دلته څوک کار نه راکوي نو په افغانستان کې به یې څوک راکړي؟ حکومت ته په کار ده چې موږ ته د اوسیدو دایمي اجازه راکړي او لږ تر لږه دومره اساسي حقوق دي راکړي چې د خپلې وړتیا مطابق دندې ترسره کړی شو.»

کله چې دویچه ویله په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې د مهاجرو چارو له یوه چارواکي ذبیح الله سره څخه په دې هکله وپوښتل نو هغه وویل: «زه هیله من یم چې پاکستان به ژر دغه نېټه تمدید کړي، که نه نو د افغان مهاجرو ستونزي به لا پسې زیاتي شي.» د هغه په خبره اړونده وزارت له افغان سفارت سره ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۶م کال تر دسمبر پورې به دغه نیټه وغځول شي.