1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د افغان کډوالو قانوني حیثیت مخ په ختمیدو دی

۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعه

د قانون له مخې به د ۲۰۱۲م کال وروسته په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو قانوني معیاد پای ته ورسیږي. تر دغه کال وروسته به افغانان په پاکستان کې د بهرنیو اتباعو په توګه ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/13Cpn
ياکستان کې اوس مهال تر ټولو ډیر کډوال میشت دي
ياکستان کې اوس مهال تر ټولو ډیر کډوال میشت ديانځور: AP

د ۲۰۱۲ کال وروسته به پاکستان کې میشتو افغانانو ته یو ډول ځانګړې ویزې ورکړل شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویانده، ربیعه علي، وایي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ اوس هم روانه ده او په راتلونکي کال کې به هم په دې کار کې کوم ځنډ را نه شي.

د هغې په وینا د پاکستان د بلوچستان او خیبر پختونخوا د ایالتونو څخه د مهاجرینو د بیرته لیږلو لړې ګړندۍ شوې. میرمن علي وایې چې په دغو دواړو ایالتونو کې د راجستر مرکزونه پرانیستل شوي دي چې په کې هر ستنیدونکي کډوال ته ۱۵۰ ډالره ورکول کیږي. هغه زیاتوي چې دولت باید د هغه کسان کنترول کړي چې د پیسو د اخیستلو وروسته یو ځل بیا له افغانستان څخه پاکستان ستنیږي.

په روان کال کې ۴۶۰۰۰ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت بیا پریکړه کړې چې هغه ښځې چې په کورنۍ چې کوم نارینه و نه لري کولای شي چې په پاکستان کې پاتې شي.

سناتور، افراسیاب خټک، وایې چې پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو مسله ډیر پیچلې ده. هغه آلمان غږ سره په مرکه کې زیاتوې چې پاکستان د کډوالو د موضوع د اهمیت په پام کې نیولو سره دغې موضوع تع ډیره توجه اړولې ده.

پاکستان ته د افغان کډوالو د راتګ لړې په ۱۹۷۹م کال کې پر دغه هیواد د شوروي د یرغل ورسته پیل شوه. د ارقامو پر اساس هغه وخت د پنځه ملیونو څخه ډیر افغانان پاکستان ته کډه شوې ول.

د ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۰۳م کال پورې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په مرسته ۷.۳ میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. د نوموړې ادارې په وینا اوس مهال په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو شمیر ۷،۱ میلونه دی.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش