1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د زور زیاتیو لړۍ دوام لري

۱۳۹۰ اسفند ۱۲, جمعه

د پاکستاني چارواکو په حواله د افغانستان پولې ته څیرمه د خیبر ایجنسې په تیراه سیمه کې د پوځ او وسله والو تر منځ نښته کې ۱۰ تنه سرتیري او ۲۳ تنه اورپکې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14D2c
انځور: AP

د پاکستان یو دولتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې د پاکستان د پوځ لس تنه سرتیري وژل شوي او نور درې تنه ټپیان شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، دغه نښته چې شپږ ساعته ئې دوام وکړ پکښې ۲۳ تنه وسله وال هم وژل شوي دي. د نوموړي چارواکي په وینا په سیمه کې امنیتی ځواکونه ځای پر ځای شوی دي او وضعه اوس تر کنترول لاندې ده.

د خیبر ایجنسې د چارو مسئول مطهر زیب خان، تر دې مخکې د فرانسې خبري آژانس ته د وژل شوو یاغیانو شمیر ۲۲ تنه ښوولی وو. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د لشکر اسلام په نوم د وسله والې ډلې اورپکو پر امنیتي پوسته برید کړې وو چې دغه وسله واله نښته رامنځ ته شوه.

د لشکر اسلام ډله چې مشرې ئې منگل باغ کوي، په اړه ویل کیږي چې له طالبانو او په جنایي جرمونو ککړو ډلو سره اړیکي لري.

خو د پیښې د څرنگوالي او د مرگ ژوبلې په اړه د آزادو سرچینو څخه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

تیر کال د اکتوبر په میاشت کې شاوخوا ۱۸۰۰۰ زره کورنۍ د پاکستاني پوځ او د وسله والو ډلو تر منځ د نښتو د رامنځ ته کیدو له ویري د خیبر ایجنسۍ څخه نورو امنو سیمو ته کډه شوي دي.

د پاکستان په اوو قبایلو ایجنسيو کې چې د افغانستان سره نږدې پولي لري امنیتي وضعیت ښه نه دﺉ او وسله طالبان په دغو سیمو کې پاخه سنگرونه لري.

په یوه بله جلا پیښه کې د پیښور په ښار کې د پاکستان یو استخباراتي چارواکی د نامعلومه موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا وژل شوی دئ. د پيښور د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي طاهر ایوب، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دې چې دغه استخباراتي مامور د کور څخه د دفتر پر لور روان وو چې د نامعلومو وسله والو خوا ووژل شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم