1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د نظاميانو قدرت نه ماتېدونکی دی

۱۳۸۶ دی ۳, دوشنبه

د پاکستان جمهور ريس پرويز مشرف د يوی ميشتې راهيسی په ملکي جامه کې د دغه هېواد رهَبری کوی. د ده استعفا د اردو د مشرتابه څخه په پاکستان کې د اتو کلونو راهيسی نظامي رژيم ته خاتمه ورکړه. خو اوس هم دلته تصميم نيول نظاميان کوي.

https://p.dw.com/p/DKC8
د ښې لاس نه: جنرال اشفق کيانی او پرويز مشرف
د ښې لاس نه: جنرال اشفق کيانی او پرويز مشرفانځور: AP

د نوامبر ميشت په ورستيو ورځو کښې د راولپندی په ښار کې پرويز مشرف عسکري قطعات وکتل او د پوځ مشري يي جنرال اشفق کيانی ته وروسپارله. دولتي ټلويزيون په ژوندی توگه غه ټول مراسم ښودل او دغه پېښه يي يوه تاريخي ورځ وگنله.

اوس دی بايد د اردو د نوي مشر سره گډ کار وکړی، که څه هم جنرال اشفق کيانی د ده ملگری دی، خو خلک وايي چی يو مسلکي صاحب منصب او سياستوال نه دی. د پاکستان اردو څه کم يو نيم ميليون عسکر لری او د هېواد شل په سلو کې بودجه خوری.