1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمیر ۳۶ ته ورسید

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۲۸, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو وویل چې د طالبانو له خوا په یوه ځانمرګې برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۶ ته لوړ شوی چې په کې اته تنه ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1K4RT
Pakistan Selbstmordanschlag auf eine Moschee
انځور: picture-alliance/AA/M. Khan

د جمعې ورځې ځانمرګې برید د افغانستان پولې ته څیرمه د مهمند په اجنسۍ کې یو جومات په نښه کړ، چیرته چې د پاکستان پوځ له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دي.

نوید اکبر، د مهمند اجنسۍ مرستیال له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «موږ د وژل شویو او ټپیانو لست بشپړ کړ چې د وژل شویو شمیر ۳۶ او د ټپیانو شمیر ۲۷ ته رسیدلی دی.»

اکبر همدا راز وویل چې په پيښه کې ګن شمیر ماشومانو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې ځکه هغوی پرجومات باندې د ځانمرګي برید پر مهال په اخري صف کې وو.

ځانمرګی برید کوونکی د جمعې د لمانځه په وخت کله چې خلک په لمانځه ولاړ وو جومات ته داخل شو او ځان ته یې چاودنه ورکړه. د برید وروسته په سیمه کې په تګ راتګ بندیز لګیدلی وو.

د طالبانو څانګې جماعت الحرار د دې برید مسولیت منلی دی او ویلې یې دي چې په ۲۰۰۹ کال کې د ځايې ملیشو په لاس د دوی د ۱۳ جنګیالیو د وژل کیدو د غچ په موخه یې دغه برید ترسره کړی دی.

په ورته وخت کې د یکشنبې په سهار د پیښور ښار ته څیرمه په یوه سیمه کې څلورو کسانو چې پر موټرسایلکل سپاره وو، پر یوه موټر ډزې کړې چې په پایله کې يې درې کسان وژل شوي دي.

جماعت الحرار ډلې د دغې پیښې مسوولیت هم منلی دی او خبریالانو ته یې په یوه استول شوي بریښنالیک کې ویلي دي چې دوی د حکومت درې سرتيري وژلي دي. خو چارواکي وايي چې دوی لا هم د وژل شویو کسانو د پیژندګلوي هڅه کوي.

د ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې له قومي مشرانو او خلکو د سولې کميټې جوړي کړي دي ترڅو د طالبانو پر وړاندې خپل کلي او باڼدې خوندي وساتي.

په پاکستان کې تر ټولو خونړی برید د ۲۰۱۴م کال د دسمبر برید وو چې پکلې د طالبانو جنګیالیو پر یوه ښوونځي برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۵۰ کسان چې زیاتره یې ماشومان وو، ووژل شول.

د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د پاکستان پوځ په شمال لویدیځو قبایلي سیمو کې عملیات ترسره کړل ترڅو د یاغیانو پټنځایونه له منځه یوسي او د یاغیانو په لاس د زرګونو کسانو د وژل کیدو لړۍ ته نور د پای ټکی کیږدي.