1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې «سيلفي» د درو کسانو ژوند واخیست

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

په پاکستان کې یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د سېند پر غاړه د سېلفي انځور د اخیستو په هڅه کې په سېند لاهو شوې ده. د چارواکو په وینا د نجلۍ مور او پلار د خپلې لور د ژغورولو په هڅه کې هم په اوبو کې غرق شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Jj0z
انځور: picture-alliance/dpa/D.Solanki

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه پېښه د اسلام آباد شمال لور ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د بیسیان په نوم د سیلانیانو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د رپوټ له مخې دغه درې سره کسان د کونړ په سېند کې غرق شوي دي. د کونړ سيند په خیبر پښتونخوا ایالت کې تیریږي.

نوموړي خبري آژانس د ارشد خان په نوم د ځایي پولیسو د چارواکي له قوله لیکلي دي: «نجلۍ صفیه عاطف د سیند پر غاړه د سېلفي اخیستو په هڅه کې وه چې سیند ته ولوېده.» نوموړي افسر زیاته کړې ده چې هلته موجود نور سیلانیان د پیښې عیني شاهدان دي.

رپوټ زیاتوي چې تر هغې وروسته د صفیې مور د خپلې لور د ژغورولو له پاره اوبو ته ورلوېدلې. ارشد خان په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «کله چې د نجلۍ پلار عاطف حسین ولیدل چې میرمن او لور یې دواړه اوبو لاهو کړي دي، نو هغه هم اوبو ته ورودانگل او هغه هم له عین برخلیک سره مخامخ شو.»

د پولیسو نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې د صفیې او د هغې د مور شازيې مړي موندل شوي دي خو د عاطف حسین د موندلو هڅي دوام لري.

د ارشد خان په خبره د نجلۍ مور او پلار په پنجاب ایالت کې ډاکټران ول او دغي سیمي ته د رخصتیو د تیرولو له پاره تللی ول. هغه زیاته کړه چې د هغوی یوه نهه کلنه لور او شپږ کلن زوی چې د پیښي شاهدان دي ژوندي پاته دي، چې په خبره یې اوس د ځایي چارواکو سره دي او کله چې یې د کورنۍ غړي ورورسیږي نو هغوی ته به وسپارل شي.

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه پیښه د نورو دولتي چارواکو او په سیند کې د غرق شوو کسانو د کورنۍ د غړو له لوري هم تائید شوې ده.

یوه بل چارواکي ویلي دي چې حکومت په دغه ځای کې داسې لوحې نصب کړي دي چې پکښې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې سیند ته دې نه ورنزدې کیږي. نوموړي حکومتي چارواکي چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبرې کړي دي ویلي دي چې «هر کال دلته څو تنه ډوبيږي.

دا د سیلاني توب یوه سیمه ده چې معمولا خلک د مېلې له پاره ورځي چې زیاتره یې د نورو سیمو خلک وي او هیڅ خبر نه وي چې سیند څومره ژور دی.»

په نړۍ کې د سمارت یا ځیرک تیلفون له زیاتیدو سره په اصطلاح د «سېلفي مړینو» په شمیر کې هم ډېرښت راغلی دی.

ځيرک تليفون