1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په پاکستان کې شرابو ۲۴ کسان وژلي

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

د پاکستان په پنجاب ايالت کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله ۲۴ انسانان مړه شوي او په لسونو نور ناروغه شوي دي. دغه کسان زياتره عيسويان دي چې د کريسمس د اختر ماښام یې لمانځه.

https://p.dw.com/p/2Uu7o
Birnenschnaps Obstler
انځور: picture-alliance/Arco Images/H. Reinhard

پاکستاني چارواکو ويلي چې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله دا مرګونه د پنجاب ايالت په ټوبه ټيک سنګ سيمه کې چې د پلازمينې اسلام آباد په ۳۳۸ کيلومترۍ کې پرته ده، شوي دي.

د پوليسو يوه سيمه ییز چارواکي وويل: «د تازه معلوماتو پر اساس تر اوسه ۲۴ تنه وژل شوي چې ۲۲ تنه یې عيسويان او دوه پکښې مسلمانان دي. دغه شراب د همدغه سيمې په مبارک آباد کې د ځاي اوسيدونکو له خوا د کريسمس د اختر د ماښام له پاره تيار شوي ول.»

ده زياته کړه چې۶۰ تنه چې د شرابو تر څښلو وروسته ناروغ شوي، بیلا بیلو روغتونونه ته ليږدول شوي دي.

که څه هم چې په پاکستان کې د شرابو جوړولو فابریکې موجودي دي خو د مسلمانانو له پاره د الکولو خرڅلاو او کارونه منع ده او دغه شراب يوازې د اقليتونو او بهرنيو اتباعو له پاره تياريږي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې شتمن خلک زياتره وخت د بهر څخه قاچاق شوي د ښه کيفيت شراب رانیسي، بې وزلي یې تل په کورونو کې جوړ شوي شراب چې زياتره وخت پکښې په زيات مقدار کې ميتانول شامل وي، څښي. ميتانول په الکولو کې په کم مقدار کې موجود وي خو زيات مقدار یې حتی د زهرو غوندي ناوړه اغېز لري.

په پنجاب ايالت کې د روان کال په اکتوبر میاشت کې هم د زهرجنو شرابو د کارولو له کبله ۱۱ عيسويان مړه شوي ول.

همدا راز د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر کې هم ۲۹ تنه هغه وخت ووژل شول چې د لوی اختر د لمانځلو په مراسمو کې یې ميتانول لرونکي شراب څښلي ول.

نور مطالب: