1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ټاکنې پیل شوې

DW (AFP, AP, dpa, Reuters)/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبه

په پاکستان کې د تاوتریخوالې تر سیورې لاندې پارلماني ټاکنې پیل شوي دي. په همدې وخت کې د کراچۍ په ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې اته تنه هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18W1U
انځور: Reuters/Mian Khursheed

د رایې اچونې مرکزونه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې یوولسمه) په محلي وخت د سهار په اتو بجو پرانیستل شول او اټکل کیږي چې په میلیونونو رایې ورکونکي به خپلې رایې وکاروي. دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی وار دی چې یو ملکي حکومت به یوه منتخب شوي پارلمان ته واک وسپاري.

ټاکنیز کمپاین د طالبانو د بریدونو سره مل وو او زیاتره بریدونه په لیبرال سیکولار ګوندونو تر سره شوې وو، چې د یاغیانو پر ضد یې د پوځي عملیاتو ملاتړ کړی وو.

تر ۶۰۰ زرو زیات امنیتي پرسونل د ۷۰ زرو رایې اچونې د مرکزونو د امنیت ساتلو له پاره په دنده ګمارل شوي دي. داسې اټکل کیږي چې د دغه مرکزونو د نیمایي څخه زیات د بریدونو له خطر سره مخامخ دي.

Pakistan Soldaten Armee Wahlen
انځور: picture-alliance/dpa

بمي چاودنې

د پاکستاني تلویزونونو د رپوټونو په حواله د کراچۍ په ښار کې د عوامي نیشنل ګوند (ANP) په دفتر باندې د تر سره شوي برید په پایله کې اته تنه وژل شوي او نور ۳۵ تنه ټپیان دي.

د پولیسو د وینا له مخې تر دې دمخه د جمعې په ورځ د کوټې په ښار کې د پاکستان پیپلز ګوند (PPP) د یوه دفتر په بام باندې د بمي چاودنې په ترڅ کې پنځه تنه ټپیان شوي وو.

ټاکنیز کمپاین چې د اپریل د میاشتې راهیسې پیل شوی دی، تر اوسه په کې ۱۲۰ تنه وژل شوي دي.

سیکولارو ګوندونو ته ګواښ

پاکستاني طالبانو په ځانګړې توګه پاکستان پیپلز ګوند او د هغې ایتلافي ملګرو متحده قومي مومنټ (MQM) او عوامي نیشنل ګوند باندې د بریدونو د تر سره کولو ګواښ کړی وو. پاکستاني پولیسو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی، علي حیدر ګیلاني، د پنجاب په سویل کې تښتول شوی دی.

علي حیدر ګیلاني، چې د شنبې د ورځې په پارلماني ټاکنو کې د پیپلز ګوند نوماند وو، د پنجشنبې په ورځ د ملتان په ښار کې د وسله والو له لوري وتښتول شو. وسله والو د ګیلاني سیکرتر او د هغه یو تن ساتونکی وواژه او نور څلور تنه یې ټپیان کړل.

اټکل کیږي چې په دغه پارلماني ټاکنو کې به مخکښ نوماند د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف وي.

تر ټاکنو دمخه وروستې غونډې

د نورو ګوندونو د مشرانو تر څنګ نواز شریف، هم د ټاکنیز کمپاین په وروستې ورځ هغه ته د رایې ورکولو غوښتنه وکړه. هغه د لاهور په ښار کې د خلکو یوه لوې غونډه ته وویل: «که تاسې مونږ ته چیرته پنځه کاله وخت راکړﺉ، تاسو به وویني چې مونږ به د دې هیواد برخلیک بدل کړو.»

د کریکیټ د لوبې پخوانې لوبغاړی عمران خان چې وروسته یې سیاست ته مخه کړه، په اسلام آباد کې خپلو پلویانو ته د روغتون، د چپرکټ څخه خپله وینا واوروله. عمران خان څو ورځې تر مخه د یوې انتخابي غوڼدې پر وخت د رالویدو په پایله کې ټپي شوی وو.

د تحریک انصاف مشر عمران خان په خپله دغه وینا کې وویل: «خدای دې تر هغې ما له دې دنیا وانخلي، تر څو چې یو نوی پاکستان جوړيږي.» د هغه ګوند په وروسیتو وختونو کې له محبوبیت څخه برخمن دی.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرادري له لوري په یوه اخباري اعلان کې ویل شوي دي: «یوازې ځوان مشرتابه انقلاب راوستلای شي.»