1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې پر افغاني ټلويزيوني خپرونو د بنديز لگولو په سر غبرگونونه

۱۳۸۵ اسفند ۳, پنجشنبه

د افغانستان د ټلويزيوني خپرونو بندول په پاکستان کې د مختلفو اړخونو لخوا غندل شوي دي، لکه د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديو له لوري چې دغه کړنه يې د ډموکراسۍ او د بيان د آزادۍ په وړاندې يو ناوړه عمل بللی دی.

https://p.dw.com/p/DKAk
انځور: AP
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه کار د نړيوالو معيارونو په خلاف گڼلی دی، په داسې حال کې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د دغې کړنې د غندنې تر څنگ ويلي دي چې د پاکستان له چارواکو سره په تماس کې شوي دي.
د افغانستان د ژورناليستانو د اتحاديې مشر سيد اقا سنچارکي د آلمان غږ سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان دغه اقدام د ډموکراسۍ په وړاندې يو عمل دی، خو په عين وخت کې يې د افغاني رسنيو موفقيت وگاڼه او زياته يې کړه چې د افغانستان رسنۍ د مسايلو په روښانولو کې بريالي وو، پاکستان اوس پوه شوی دی او مخه يې نيسي.