1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې دوو بریدونو ۱۱ تنه ووژل

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۱۲, جمعه

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې دوو بریدونو ۱۱ کسان ووژل او په لسونو نور یې تپیان کړي دي. يو بريد پر يوې محکمې او بل پر عيسوي مېشته سيمه باندي شوی دی.

https://p.dw.com/p/1JucB
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

یاغیانو د جمعې په ورځ سهار وختي د پیښور پر يوې عیسوي میشته سیمې باندي برید وکړ. پولیسو ویلي دي چې د نښتو په پایله کې څلور برید کوونکي او یو عیسوی وژل شوي. د برید له کبله درې امنیتي ساتونکي او دوه ملکي پیره داران ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم سلیم باجوه، په یوې بیانیه کې وویل چې برید خنثی شوی دی او اوس امنیتي ځواکونه د بریدوکوونکو د نورو احتمالي ملګرو په لټه کې دي.

د پولیسو سیمه ایز چارواکي شوکت خان، وویل چې څلور ځانمرګي برید کوونکي عیسوي میشتې سیمې ته ننوتل. هغه زیاته کړې ده چې یو برید کوونکي کلیسا ته تللی دی خو هلته څوک نه وو. خان وویل چې برید کوونکي په سیمه کې یو عیسوی وژلی دی. لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې کوم ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان الوزولی دی او که نه.

خان ټینګار وکړ چې د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون د مرګ ژوبلي د ډېرښت مخه ونیله. د بريد مسئوليت جماعت الحرار ډلي منلی دی.

په مردان کي ځانمرگی بريد

د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي دي چي په مردان کي یوه ځانمرګي برید کوونکي یوې محکمې ته لاسي بم ورغورځولی او ځان ته یې چاودنه ورکړې ده.

د سیمه ییز حکومت یوه ویاند مشتاق غني، ویلي دي چې په دغه پېښه کي لس کسان وژل شوي چې پکښې قاضیان، پولیس او لارویان شامل دي.

زیاته شوې ده چې چاودنې تر ۴۰ تنو ډیر نور کسان ټپیان کړي هم دي. دې چارواکي زیاته کړې ده چې د یو شمیر ټپیانو وضعیت د اندیښتې وړ دی.

تر اوسه پوري لا کومې ډلې د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې نه ده.