1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ۴۴ کسان ووژل شول

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه

د شنبې په شپه په پاكستان كې دوو جلا پېښو ۴۴ كسان ووژل. په لومړۍ پېښه کې پر یوه لوی موټر باندې د وسله وال بريد له امله ۲۰ تنه ووژل شول او په دویمه پېښه کې د بې پیلوټه الوتکو برید ۲۴ کسان ووژل.

https://p.dw.com/p/15TF9
انځور: AP

لومړۍ پېښه په بلوچستان ايالت كې هغه وخت رامنځ ته شوه‎ چې وسله والو كسانو پر يوه سرویس موټر باندې ډزې وكړې. د دې پېښې په پایله کې ۲۰ تنه ووژل شول او ډیر شمیر نور کسان ټپیان شول.

د پېښې په سيمه كې یوه دولتي چارواكي کشمنر اسلم، دویچه ویله ته د تیلفون پر کرښه وویل: «موټر له كراچۍ څخه ايران ته روان وو چې ورباندې بريد وشو. په دې پېښه كې شل تنه وژل سوي دي.»

اسلم زياته کړه چې په موټر كې ټول ټال دووه ويشت تنه سپاره ول چې د بريد له امله ئې شل كسان ووژل شول او پاتې دوه تنه ئې سخت ټپیان شول. د اسلم په خبره په موټر کې سپارو کسانو غوښتل چې په غیرې قانوني توگه ایران ته ولاړ شي.

اسلم زیاته کړه چې پر موټرسايكل سپارو كسانو په دغه موټر باندې بريد وکړ او تر هغه وروسته د پېښې له ځاى څخه په تېښته بريالي شول. دغه چارواکې وایي چې پولیس اوس د دغو کسانو په لټه کې دي:
 
«بايد ووايم چې په دغه غيرقانوني مسافرو كې ډیرى وخت افغان ځوانان هم وي چې د افغانستان له بیلا بیلو ولايتونو څخه لومړى پاكستان او وروسته د مزدورۍ په موخه ايران ته ځي چې.»
 
تر دې وړاندې هم په دغه ايالت كې پر مسافر وړونكيو موټرو باندې په وار وار وسله وال بريدونه شوي دي، چې زياتره وخت پكښې په كوټه كې میشت هزاره ګان په نخښه سوي دي. خو پوليس وايي چې د شنبې د شپې په بريد كې وژل شوي كسان د خيبر پښتونخوا، پنجاب، سند او افغانستان اوسیدونكي ول چې ايران ته د مزدورۍ له پاره روان ول.
 
د دغې پېښې پړه «بلوڅ ليبرېشن ټايګرز» نومې وسله والې ډلې پر غاړه اخيستې ده. ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم راجه پرویز اشرف، دغه پېښه غندلې او د څیړنو امر ئې کړی دئ.
 
د روانې مېلادي مياشتې په پیل کې هم د کوټې په هزارګنجي سيمه کې له ايران څخه پر را روان لوی موټر د بريد په پایله کې اتلس تنه وژل سوي ول. په دې برید کې ډیرو هزاره گانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د پېښي پړه  افراطي وسله واله ډلې لشکرجنګوي، پر غاړه اخيستې وه.
 
د بې پیلوټه الوتکو برید ۲۴ شکمن یاغیان ووژل

د پاكستان په قبايلي سيمه كې د بې پیلوټه الوتکو په بريد كې تر شلو زيات شکمن وسله وال وژل سوي دي. د دولتي چارواكو په خبره بې پیلوټه الوتکو د شنبې په شپه ناوخته د شمالي وزيرستان په دته خیل سيمه كې پر يوه كور باندې شپږ توغندي وتوغول چې په پایله کې ئې په سلگونو شکمن یاغیان ووژل شول. د چارواكو په وينا په دغه بريد كې ۲۴ تنه وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپيان دي.

پاکستان تل له امریکا څخه د بې پیلوته الوتکو د بریدونو د بندولو غوښتنه کوي خو امریکا دغه ډول بریدونه د ترهگرو پر وړاندې په مبارزه کې یوه کامیابه کړنلاره بلي.

حبیب الله تأثیر
کتونکی: مسعود جهش