1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۵ بهمن ۲۸, پنجشنبه

له پاکستان څخه ترلاسه شوي رپوټونه وايي چې د دې هیواد د کراچۍ ښار په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته د سیهوان سیمې له ګڼه ګوڼې ډک د لال شاهباز قلندر په زیارت کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۶۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2XiRW
Pakistan - Lal Shahbaz Qalandar in Sehwan
انځور: Getty Images/AFP/Y. Nagori

 د پاکستان د سند ایالت د روغتیا ایالتي وزیر، سکندر علي ماندرو د فرانسې د خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې چاودنه کې «۳۵ کسان وژل شوي او له ۶۰ څخه ډیر کسان بیا ټپیان شوي دي.»

بل لوري ته د دې ایالت یو لوړپوړي چارواکي هم د مرګ ژوبلې د دغې شمیرې پخلی کړی دی.

د رویټرز خبري آژانس د تازه رپوټونو په اساس د دې چاودنې مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خپل خبري آژانس «اعماق» له لارې منلی دی.

روانه اونۍ پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د خونړیو چاودنو شاهد وو.