په پاکستان کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ آذر ۴, شنبهد رپوټونو په حواله په دغه چاودنه کې ۳۰ تنه ټپیان شوي هم دي چې په کې پنځه تنه ماشومان شامل دي. د ځایي پولیسو یو تن غلام احمد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه بم په ډیره اسماعیل خان کې د ماتم کوونکو د لاریون د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای کړل شوی وو. د پولیسو یو بل تن صدیق خان ویلي دي: «دغه بم د خځلو په یوه سطل کې پټ کړل شوی وو. دا یوه قوي چاودنه وه او غږ یې تر لیرې ځایونو پوری اوریدل شوی دی.»
تر دې د مخه د ځایي پولیسو مشر خالد سهیل، ویلي وو چې په وژل شوو کسانو کې درې ماشومان چې عمرونه یې د شپږو او یوولسو کلونو تر منځ وو، وژل شوي دي. هغه ویلي دي: «هغوی تنکي ځوانان ول.»
په لومړي سر کې د وژل شوو کسانو شمیر درې تنه ښودل شوی وو خو اوس د روغتیایي چارواکو په وینا دغه شمیر اوو تنو ته لوړ شوی. د ځایي روغتون مشر عزیز بلوچ، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د وژل شوو کسانو شمیر اوس اوو تنو ته لوړ شوی دی، چې په کې څلور تنه ماشومان شامل دي.» هغه زیاته کړې ده چې د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او هغوی د ملتان ښار ته د درملنې له پاره استول شوي دي.
په پاکستان کې د محرم په ورځو کې د ترهگريزو بریدونو د مخنیوي له پاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. تیره ورځ د پاکستان په یو شمیر سترو ښارونو کې د گرځنده تلیفوني شبکو فعالیتونه هم درول شوي وو. ویل کیږي چې وسله وال یاغیان له گرځنده تلیفونونو څخه هم د بمونو په چوولو کې گټه اخلي.
زیاته شوې ده چې د دغه تلیفوني شبکو فعالیتونه په تجارتي ښار کراچۍ، د بلوچستان د ایالت په مرکز کوټې او د پلازمینې اسلام آباد په یو شمیر ځایونو کې درول شوي ول. دا دویم وار دی چې د محرم په میاشت کې د تلیفوني شبکو فعالیتونه درول کیږي.
د پاکستان امنیتي کړې په داسې حال کې د عاشورا په مراسمو کې د کلکو امنیتي تدابیرو د اخیستو له پاره گامونه پورته کوي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د راولپنډۍ په ښار کې یوه ځانمرگي برید د ۲۳ کسانو ژوند واخیست او او شاوخوا ۶۲ تنه یې ټپیان کړل.
په ۲۰۰۹م کال کې هم د کراچۍ په ښار کې یوه ځانمرگي برید کوونکي د شعیه ماتم کوونکو په غونډه کې ځان چوولی وو چې په پایله کې یې ۴۳ تنه وژل شوي وو.
AFPE/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی