1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ۱۳ یاغیان او یو پولیس وژل شوی دی

۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د پاکستان یوه اداري چارواکي ويلي دي چې شکمنو یاغیانو له افغانستان سره پر پوله د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې باندې برید کړی دی. هغه زیاته کړې ده چې له دې کبله د رامنځ ته شوې جګړې له کبله ۱۲ یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IR9Q
Pakistan Militär Patrouille Peschawar
انځور: picture-alliance/dpa/B. Arbab

دغه چارواکي چې جاوید خان، نومیږي ویلي دي چې برید د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د خورم سیمې په منګارو پوځې پوستې کې رامنځ ته شوي دي.

د دغه چارواکي په خبره د برید له کبله د امنیتي ځواکونو په منځ کې مرګژوبله نه ده رامنځ ته شوې. هغه ویلي دي چې برید کوونکي تر ځپل کیدو وروسته افغانستان ته تښتیدلي دي.

افغانستان او پاکستان یو له بل سره ۲۲۵۰ کیلومتره پوله لري. یاغیان ډیر وخت له یوه هیواد څخه بل هیواد ته اوړي او بریدونه ترسره کوي. ډیر وخت خبریالان پولې ته نزدې سیمو ته نه شي تلای.

له بلې خوا چارواکو ویلي دي چې په یوې بلې پیښې کې پیښور ته نزدې د یوې چاودنې له کبله یو تن پاکستاني پولیس وژل شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب