په پراگوایي کې نوی ولسمشر وټاکل شو
۱۳۹۱ تیر ۳, شنبهاعلان
فیدریکو فرانکو د جمعې ماښام ناوخته د پراگوایي د نوي ولسمشر په توگه لوړه وکړه. هغه د پخواني ولسمشر فرنانډو لوگو ځای ناستې شو. د پراگواي د هیواد سنا تیره ورځ پخوانی ولسمشر استیضاح کړی وو، پر هغه باندې د اداري فساد سربیره د پولیسو او ځمکو د خاوندانو تر منځ په نښته کې د ۱۷ کسانو د وژل کیدو تور هم پورې شوی وو. نوي ولسمشر د ملي یووالي له پاره غږ کړی دئ او ژمنه ئې کړې ده چې د هیواد دموکراسی او اساسي قانون ته به درناوي کوي.