1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پروان کې ځانمرګي برید۱۳ کسان وژلي

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ په پروان ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي. د برید هدف د پولیسو قوماندان وو.

https://p.dw.com/p/1Hzya
انځور: DW

د پروان د پولیسو قوماندان جنرال زمان ماموزي، ویلي دي چې چاودنه یوه کلینک او بازار ته نزدې رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې د برید په پایله کې د وژل شویو کسانو په ډله کې څلور پولیس هم شامل دي. د هغه په خبره چاودنې د ۱۷ ملکیانو په ګډون ۱۹ کسان ټپیان کړي هم دي.

د برید هدف د پولیسو یو قوماندان وو چې هغه هم په ټپي شویو کسانو کې دی.

جنرال ماموزي ویلي دي: «د طالبانو یوه ځانمرګي برید کوونکي یو ځل بیا پر ملکي وګړو برید وکړ.» هغه زیاته کړې ده چې د چاودنې په سیمه کې ډېر ملکي وګړي د خریداري او همداراز یوه کلینیک ته د درملنې ترلاسه کولو په موخه راغلي ول.»

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوی ایمیل کې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې په یوه رپوټ کې ویلي وو چې په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې ۱۱۰۰۰ملکي وګړي ټپیان او یا هم وژل شوي دي چې ډیر تلفات د یاغیانو د بریدونو له کبله رامنځ ته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله په دې کال کې ۳۵۴۵ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.