1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پغمان کې یوې چاودنې اته کسان ووژل

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سه شنبې په ورځ یوې چاودنې اته کسان ووژل او پنځه تنه نور ئې ټپیان کړل. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کابل په شاوخوا کې د ناامنیو د ډیریدو خبر ورکړل شوی دﺉ. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15kxx
انځور: Reuters

دغه چاودنه له لیرې لارې څخه د کنترولیدونکي ماین له کبله رامنځ ته شوې ده. دا ماین تر یوه پله لاندې ځای پر ځای شوی وو. د کابل د پولیسو قوماندان جنرال ایوب سالنګي، وویل: «له لیرې لارې کنترولیدونکې یوه ماین د ملکي وګړو پر یوه میني بس باندې چاودنه وکړه. دا پېښه نن (سه شنبه) په سیمه ییز وخت شاوخوا اووه بجې رامنځ ته شوه. په دې پېښه کې اته کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.»

سالنګي زیاته کړه چې د سیمه ییز خلکو په مرسته ئې هغه وگړی نیولی دئ چې بم ئې ځای پر ځای کړی وو. د سالنگي په خبره نیول شوی وگړی د طالبانو د ډلې غړی دئ. سالنگي ویلي دي چې په پېښه کې وژل شوی کسان ټول نارینه دي چې د خپلو کارونو پر لور روان ول.

په وروستیو کې په افغانستان کې د ناامنۍ پېښې ډیرې شوې دي. د ناټو ځواکونو هم دغه خبره منلې ده. هغوی ویلي دي چې یاغیانو خپل د اوړي عملیات پیل کړي دي او له همدې کبله د هغوی په بریدونو کې ډیروالی راغلی دئ.

په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیره هم د لوړیدو په حال کې ده. دغه شمیره په ۲۰۱۱ کال کې تر بل هر وخت ډیر لوړه وه. په دې کال کې په افغانستان کې ۳۰۲۱ ملکي وگړي په بیلابیلو پېښو کې وژل شوي ول.

که څه هم طالبان ډیر وخت د سړک د غاړې له ماینونو څخه کار اخلي، خو هغوی ډیر کم وخت د کابل په شاوخوا سیمو کې دغه شان بمونه ځای پر ځای کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض