1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پنجاب کي پر ښځو د تيري پيښي زياتي سوي دي

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه

په پاكستان کي د بشري حقوقو سازمان وايي چي د ښځو پر حقوقو د تيري پيښي د نورو کلونو په پرتله لس چنده ډيري سوي دي.«ددغه هيواد په پنجاب ايالت کښي د ښځو وضعيت ډير خراب دئ.»

https://p.dw.com/p/14MN3
انځور: picture-alliance/Photoshot

د دوى په خبره كه څه هم ددې هيواد په قومي اسمبلۍ كي د ښځو د حقونو د خوندي كولو راپورونه وړاندي كيږي، خو له بده مرغه چي عمل ورباندي نه كېږي.

د بشري حقونو ټولني وايي چي په پاكستان كي د بدلمنۍ په تور د وژل سوو ښځو په شمېر کي د نورو کلونو په پرتله يو په لسه زياتوالى راغلى دئ. دغه زياتوالى د پاكستان په پنجاب ايالت کي چې د نفوس له مخي تر نورو ايالاتونو مخکي دئ.

ددغو ټولنو په خبره دغه زياتوالى په دې ايالت کي د تعليم لږ والى ښيي او وايي چي له ښارونو څخه پرته په كليوالي سيمو كي څوک زده كړي ته چندان توجو نه كوي:«غربت او بېكاري هم د دغه ډول پېښو په زياتوالي كي لوى لاس لري.»

د دولتي شمېرو په اساس د روان كال د جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو كي يوازي په پنجاب ايالت كي ۶۱۷۰۰ پيښي ثبت سوي دي، چي ۹۴۵ كسانو په بېلابېلو پېښو کي خپل ژوند له لاسه وركړى دئ. ددې پيښو ډيری قربانيان ښځي دي.

ويل کيږي چي دغه راز په پاکستان کي پر ښځو باندي د تېزاب شيندني پېښي هم زياتي شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وايي چي پر دې سربيره په دغه هيواد کي د ښځو حالت سخت خراب دئ.

د کارپوهانو په خبره په پاکستان کښي ځکه له ښځو سره د زورزياتي پيښي ډيري سوي دي چي هغوی ته خپل حقوق نه ورکول کيږي او کله چي خپل ږغ پورته کړي نو شکنجه کيږي او له کور څخه د باندي نه پريښودل کيږي.

قانون پوه ميا محمد اجمل د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په مرکه کي وويل چي كه چېرته د هغوى حقه حقونه ور کړل سي نو هيڅ ډول ستونزي به نه پېښيږي.

د پنجاب ايالت وزير ميا شهباز شريف وايي چي دې كار سخت مايوسه كړى دئ او وايي که دغه پيښي همداسي دوام وکړي ډيري نوري ستونزي به هم را پورته کړي.

هغه په لاهور کي يوې خبري غونډي ته وويل چي ددغه پيښو مخنيوی بايد وسي که نه نو بيا به ډير ناوخته وي.

خو د پنجاب ايالت پوليس بيا وضع د ډاډ وړ بولي او وايي چي د ډيري پېښو مخه ئې نيولې ده. د دوى په خبره كه څه هم پر ښځو باندي د تيري په پېښو کي يو څه اندازه زياتوالى راغلى وو خو اوس حالات په کنترول کښي دي.

دا په داسي حال كي ده چې له يوې خواته د پاكستان په اوسني حكومت كي ښځو ته ډير واک وركړل سوى دئ له بلي خوا ۲۰۱۲کال په دغه هیواد کي د ښځو د حقونو د نه مراعتولو تر ټولو ناوړه کال بلل سوی دئ.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل