په پولېنډ کي د اورگاډو ټکر ۷۴ تنو ته مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبهاعلان
د پولينډ هيواد په سويل کي د دوو اورگاډو د مخامخ ټکر له کبله لږ تر لږه ۱۴انسانان وژل سوي دي او شاوخوا ۶۰ تنه نور ټپيان سوي دي. د شلېزين والي، رسنيو ته ويلي دي چي په ژوبل سوو کي د ۳۰ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ. د پيښي په ځای کي د ژغورني کارونه روان دي او مرستندويان تلاښ کوي چي د اورگاډي په واگونونو کي بند مسافر راوباسي.