1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پوهنتونونو کې نوي درسي پروګرامونه تطبیقیږي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو له پاره نوی درسي پروګرام جوړ کړی دی. د نوموړي وزارت چارواکي وایي چې د دغه پروګرام پر اساس به محصلین نوو درسي موادو ته لاس رسی پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/19BO2
انځور: DW/H.Sirat

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۱مه) په کابل کې یوې خبرې غونډي ته وویل: « هیله من یو چې وروسته له دې نوی نصاب په ټول هیواد کې تطبیق شي او ټول ۳۱ پوهنتونونه له دغه نصاب څخه استفاده وکړي.»

د لوړو زده کړو وزارت د مختلفو پوهنځیو له پاره ۴۵ درسي پروګرامونه جوړ کړي دي او په پام کې ده چې بیلا بیلې څانګې خپل درسي مواد د همدغه نصاب په چوکاټ کې محصلینو ته وړاندې کړي.

ښاغلي عبید وویل چې خصوصي پوهنتونونه هم کولای شي له دغه درسي پروګرام څخه استفاده وکړي. د هغه په وینا دغه درسي پروګرام د نوو علمي معیارونو په پام کې نیولو سره چمتو شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې د نوي درسي پروګرام په تطبیقولو سره به پوهنتونو کې د تدریس سطحه هم لوړه شي. هغوی هیله څرګنده کړه چې د نوي درسي پروګرام په تطبیقیدو سره به پوهنتونونه په یوه سطحه خپل درسي پروګرامونه پر مخ بوځي.

په اوسني وخت کې له ۲۵۰ زرو څخه زیات کسان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

د دغه درسي پروګرام د عملي کیدو کار له یوه کال راهیسې پیل شوی دی او د افغانستان د ټولو پوهنتونو د استادانو په همکارۍ بشپړ شوی دی.

په اوسني وخت کې د افغانستان په پوهنتونونو کې ۵۰۰ دیپارتمنتونه، د ۲۰۰ پوهنځیو په چوکاټ کې په تدریس بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نوربخش په وینا، ډیری ديپارتمنتونه نوي جوړ شوي ول او درسي میتودونو ته یې له سره د کتنې اړتیا وه.

د نور بخش په وینا په پام کې ده چې وروسته له دې هر کال د بیلا بیلو رشتو متخصصین، خپل درسي پروګرامونه د پوهنځیو د اړتیاو په نظر کې نیولو سره نوي کړي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو د دغه پروګرام د تطبیقولو پر سر ټینګار وکړ. د نور بخش په وینا په پام کې ده چې د دغه پروګرام د تطبیق له پاره یوه ملي کمیټه هم جوړه شي.