1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پوځي يونيفورم ملبس تن د ايساف ۶ عسکر ووژل

۱۳۸۹ آذر ۸, دوشنبه

د افغانستان په ختيځ کي يو تن چي د سرحدي پوليسو يونيفورم يي په تن و، شپږ کسه د ايساف عسکر هغه وخت ووژل چي هغوی د افغان ځواکونو په روزلو بوخت ول.

https://p.dw.com/p/QLE0
افغان ملي اردو د روزلو په حال کي
افغان ملي اردو د روزلو په حال کيانځور: AP

دا لومړی پېښه نه ده چي د پوليسو په يونفورم کي پر بهرنيو ځواکونو بريد کيږي، بلکي دغه ډول پيښي څو ځله نوري هم سوي دي. خو دا يې تر ټولو خونړۍ ول چي شپږ کسه پکښي وژل سوي دي.

پېښه نن په ننگر هار ولايت کي را منځ ته سوې ده.

افغان او بهرني چارواکي تر اوسه ندي توانېدلي چي دا معلومه کړي چي آيا حمله کونکی د سرحدي پوليسو غړی وه او که يو پاڅونکونکي وه.

دا په داسي حال کي چي تير کال د يوې ورته پيښي څخه وروسته، افغان چارواکو ويلي ول چي دوی، په افغان ځوا کونو کي د شامليدلو لپاره نوي معيارونه ټاکلي ترڅو د داسي پيښو څخه مخنوي وکړي.

د افغانستان په شرق کي د سرحدي پوليسو مشر، امان الله امرخيل، ويلي دي چي دغه پيښه په ننګرهار کښي منځ ته راغلي. ننګرهار کښي ډير شمير امريکايي پوځيان د ايساف په چوکاټ کي دنده سر ته رسوي.

په يوي خبر پاڼي کي چي د ايساف لخوا خپره شوي ده، د دي پيښي پښلي شوي دي. په دي خبرپاڼي کي راغلي دي چي حمله کوونکي هم په دي پيښي کي وژل سوی دی. د ايساف لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي د پيښي نورو جزياتو د ورکولو څخه ډه ډه سوې او د وژل سوو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ليکل سوي.

دا په داسي حال کي ده چي په همدې مياشت کي امريکايي او د ايساف چارواکو پريکړه وکړه، چي تر 2014 کال پوري د افغانستان امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري.

د امريکا ولسمشر، باراک اوباما، او د ناټو مشران په خپلو هيوادونو کښي تر سختو فشارونو لاندي دي ترڅو خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي.

افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د ور تگ راهيسي تر اوسه پوري 2238 بهرني پوځيان وژل سوي دي. د وژل سوو بهرنيو پوځيانو په ډله کي 1400 امريکايان شامل دي.

يوازي د روان کال د نويمبر په مياشتي کښي 56 د ايساف عسکر وژل سوي د ي.

په همدې مياشت کښي يو افغان پوځي د ايساف ځواکونو درې عسکر د افغانستان په جنوب کي ووژل. دغه راز دوه اسپانوي روزونکي او د هغوی يو افغان ژباړونکی د اګست په مياشت کي د يو افغان پوځي لخو ووژل سول.

د جولا په مياشتي کي يو بل افغان پوځي درې نيپالي عسکر چي د برتانويانو سره قرارداديان دي ووژل او يو بل افغان عسکر هم د امريکايانو دوه قرارداديان په مزارشريف کي د يو کمپ په منځ کښي وويشتل.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل