1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کي د افغان قونسلگرۍ د دوو تنو کارکوونکو وژنه

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبه

د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي دي، چي يوه ځانمرگي بريد د دغه هيواد په شمال لوېديځ کي د افغانستان د سولي د عالي شورا د يوه غړي د زوی او وراره په گډون څوتنه وژلي او نزدې ۴۰ تنه ئې نور ټپيان کړي دي.

https://p.dw.com/p/18P35
A rescue worker collects evidence outside the election campaign office of an independent candidate Haji Nasir Khan Afridi, which was damaged in a bomb blast, in Peshawar April 28, 2013. At least three people were killed and 16 injured in an explosion targeting the election office, local media reported. REUTERS/Khuram Parvez (PAKISTAN - Tags: CIVIL UNREST POLITICS)
Bombenanschlag Peshawar Pakistanانځور: Reuters

د پيښور د پوليسو مشر لياقت علي خان د اسوشيتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي، چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۹) يوه ځانمرگي بريد کوونکي چي پر موټر سايکل سپور وو د يوليسو د موټر سره نژدې ئې خپل ځان وچاوه.

په دغه ځان وژونکي يرغل کي ۸ تنه وژل سوي دي او ۴۵ تنه نور ټپیان سوي دي. د دې پيښي ډيری قربانيان د يوه سرويس سپرلي ول چي تر چاودني وروسته په سخته اورلگېدنه کي ټپيان سول.

په پيښور کي افغان قونسل جنرال سيد محمد ابراهيم خيل ويلي دي، چي د دوی دوه تنه کارکوونکي حلال احمد وقاد او محمد ادرس په دغه پيښه کي وژل سوي دي.

په پيښور کي د افغانستان د قونسلگرۍ يوه چارواکي شکير قرار ويلي دي، چي حلال احمد وقاد د افغانستان د سولي د عالي شورا د غړي قاضي امين وقاد زوی دئ. د راپورونو له مخي بل افغان قربانيد د قاضي وقاد وراره دئ.

تر اوسه پوري کومي ډلي د دې بريد مسئوليت پرغاړه نه دئ اخيستی. خو پاکستاني طالبانو گواښ کړی وو، چي راتلونکي پارلماني ټاکني به گډي وډي کړي.

په پلان کي ده چي د می د مياشتي پر ۱۱ نېټه په پاکستان کي ټاکني ترسره سي. د يکشنبې په ورځ په دغه هيواد کي پر سياسي ډلو او انتخاباتي مبارزو باندي په بريدونو کي ۱۱ تنه ووژل سول.

د اپريل د مياشتي له پيل راهيسي پر سياسي ډلو باندي د یرغلونو په ترڅ کي نزدې ۶۰ تنه وژل سوی دي.

پاکستاني طالبانو ويلي ول چي د دغه هيواد ليبرال او سکولار گوندونه به د خپلو بريدونو هدف وگرځوي.

دغه تهديدونو په پاکستان کي انتخاباتي مبارزه له سختو ستونزو سره مخامخ کړې ده. کيدای سي دغه تهديدونه او انديښنې د انتخباتو مشروعيت تر پوښتني لاندي راولي.