1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کي چاودني ۱۶ کسان وژلي دي

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

د خيبرپښتونخوا امنيتي چارواکو ويلي دي چي په پېښور کي يوه بس موټر ته نژ دې چاودني ۱۶ انسانان وژلي او په لسونو نور ټپيان سوي دي. د پيښي پړه تر اوسه پوري هيچا منلې نه ده.

https://p.dw.com/p/1IDns
انځور: Reuters/F. Aziz

په پيښور کي د پوليسو یوه چارواکي محمد کاشف ذوالفقار، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي چاودنه نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۶مه) سهار د پيښور ښار په مرکز کي يوه بس موټر ته چي ډېر سپارلي ئې دولتي مامورين ول رامنځته سوې ده.

هغه ويلي دي: «په دغه چاودنه کي ۱۶ انسانان وژل سوي او تر ۲۴ زیات ټپيان سوي دي. د بس موټر سپارلي د دولت مامورين ول.»

د پوليسو يوه بل چارواکي او د روغتون ډاکټرانو هم د مرگ ژوبلي دغه شمېر تائيد کړی دئ.

د چاودېدونکو موادو شنډونکي ادارې کارکوونکو ويلي دي چي د دغه بس موټر له سلنډر سره نژدې څلور کيلوگرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي ول او احتمال دی چي په ريمونت کنترول سره به له ليري چول سوي وي.

د دغه بس موټر سپارلي ټول دولتي مامورين ول
د دغه بس موټر سپارلي ټول دولتي مامورين ولانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د دغي ادارې يوه چارواکي عباس مجيد، ويلي دي: «په لاس جوړسوي چاودېدونکي مواد د کوچنيو توپونو په شان جوړ سوي او د موټر د شا له خوا تر شپږم کتار چوکيو لاندي ځای پر ځای سوي ول.»

د پوليسو یوه بل چارواکي عباس مجيد مروت، خبريالانو ته ويلي دي چي په دغه بس موټر کي دولتي مامورين له مردان ښار څخه پيښور ته لېږدول کېده.

د چاودني مسئوليت تر اوسه پوري هيڅ يوې ډلي هم منلی نه دی.