1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيا کې د نري رنځ ناروغي ډیره شوي ده

فريدالله ظاهر/خوست۱۳۹۲ اردیبهشت ۶, جمعه

د پکتيا د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې د نري رنځ ناروغي (یا تبرکلوز) زياته شوي ده. هغوی وایي چې په تېر کال کې په دغه ناروغۍ اخته سلګونه کسان تشخیص شوي دي.

https://p.dw.com/p/18NvA
انځور: picture-alliance/dpa

د پکتيا د (توبرکلوز) مرکز مشر ډاکټر نور احمد، دويچه ويله ته وويل چې دا ناروغي د تېرو کلونو په پرتله شپږ سلنه زياته شوي ده او زياتره د لیرو پرتو سيمو خلک پرې اخته دي.

د نوموړى په وینا تېر کال په دغه ناورغۍ اخته ۶۳۵ تنه تشخیص شوي دي او د تداوې له پاره يې عملي ګامونه اخیستل شوي دي.

د هغه په وینا اوس يې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې د دې ناروغۍ د تداوې له پاره ۱۴ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي.

له بلې خوا د پکتيا د عامې روغتيا ریسه ډاکټره نازدانه، وايي که څه هم دوى د دې ولايت په ځينو لیرو پرتو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمتونه نه دي رسولي، خو زياتوي، چې په ځينو ولسواليو کې يې شته کلينيکونو ته دنده سپارلې ده، چې د نري رنځ ل ناروغانو سره په وخت اړينه مرسته وکړي.

خو د پکتيا د ولايتي شورا وکيله زرغونه همت وايي، لکه څنګه چې اړتیا لیدل کیږي، دولت په هغه ډول د دې ناروغۍ د مخنيوي او د ناروغانو د تداوۍ له پاره هڅې نه دي کړي. هغه وایي چې دولت دې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره جدي کار وکړي، نو د ناروغانو په شمیر کې کموالی رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د پکتيا په يو شمېر ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه نه شته او خلک د ناروغۍ پر وخت اړ دي، چې د پکتیا مرکز ګردېز ته د تداوۍ په موخه ولاړ شي.