1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيکا کي ځانمرگي بريد ۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۰ فروردین ۸, دوشنبه

د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چي يوه ځانمرګي بريد په دغه ولايت کي د يوه ساختماني شرکت قرارګاه په نښه کړې او د شرکت لسګونه کارګرانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولي.

https://p.dw.com/p/RD88
په پيښه کي ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پيښه کي ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.انځور: AP

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان المان ږغ راډيو ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې ، د ظاهر په نوم د يوه ساختماني شرکت پر قرارګاه، د چاوديدونکو توکو د يوه ډک موټر پواسطه ترسره سوى.

د افغان په خبره د لومړنيو معلوماتو له مخه تر اوسه پدې بريد کې د ساحتماني شرکت ١٣ کارکوونکي وژل سوي او څه باندي٥٠ تنه نور ټپيان دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ بيا وايي، چي د تېرې شپې ځانمرګي بريد د عبدالظاهر په نوم د سکوټ په نوم د يوې امنيتي کمپنۍ پر قرارګاه سوى.

د نوموړي په خبره پدې بريد کي د يادي امنيتي کمپنۍ ٢٠ تنه کارکوونکي وژل شوي او تر پنځوسو زيات نور ټپيان دي.

بلخوا بهرنيو ځواکونو هم له بګرام څخه په خپاره کړي اعلاميه کي ويلي، چي په پکتيکا کي د سوي ځانمرګي بريد ټول قربانيان د يوه ساختماني شرکت بې ګناه ملکي افغانان دي.

خو ها خوا وسله والو طالبانو بيا د دغه ځانمرګي مسؤليت په خپله غاړه اخيستى. د طالبانو يوه وياند ذبيخ الله مجاهد رسنيو ته د ټليفون پر کرښه ويلي، چي دغه بريد د دوی يوه ملګري د کاماز موټر پواسطه د افغان او بهرنيو ځواکونو پر يوه پوځي اډه ترسره کړى.

مجاهد ادعا کوي، چې پدې پريد کي يې، لسګونه افغان او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې. خو ځايي افغان چارواکي او بهرني ځواکونه دا ادعا په کلکه ردوي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل